د ارشیف انځور: کامن اېمېجز
د ارشیف انځور: کامن اېمېجز

د برېتانیا د نتېنګهام محکمې دوه کسان د ۳۱ تنو کډوالو د قاچاق په تړاو په اوو، اوو کلونو بند محکوم کړي دي. دغو قاچاق وړونکو د پولیسو سپیو ته د دوکه ورکولو لپاره له پپریکا یا خوږو مرچو څخه کار اخیستی و.

برتانوي رسنۍ اندېپنډنټ وایي قاچاق وړونکو د پولیسو سپیو ته د دوکه ورکولو لپاره برېتانیا ته د ۳۱ مهاجرو د انتقالولو په موخه له پپریکا یا خوږو مرچو څخه کار اخیستی و.

۳۷ کلن اکان برایان او دیلان شواني به موټر چلوونکو ته پیسې ورکولې ترڅو دوی د کوچنیو ماشومانو او مېندوارو ښځو په ګډون کډوال د ټایرو، فرنېچرو او نورو توکو په منځ کې برېتانیا ته انتقال کړي.

قاچاق وړونکو به کډوال د توکو په بکسونو کې پټول او بیا به یې د پولیسو سپیو ته د دوکه ورکولو لپاره موټر کې پپریکا اچوله. دواړه کسان برېتانیا ته د ناقانونه مهاجرو د زمینې برابرولو په تور په بند محکوم شوي دي.

بیا ولولئ: د بریتانیا محکمې یوې ډلې ته چې ۳۵ افغانان یې قاچاق کول د کلونو بند سزا اوسزا اورولې

برایان او شواني د ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۸ پورې شپږو موټر چلوونکو ته پیسې ورکړې ترڅو د ۷ ماشومانو په ګډون ۳۱ عراقي کډوال برېتانیا ته انتقال کړي.

دغه کسان د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د جرمي او مالي پلټنو څانګې تر پنځه کلونو تحقیقاتو وروسته په بند محکوم شوي. د برېتانیا او فرانسې پوله ساتونکو د قاچاق وړونکو موټرونه کوکل او دوور ښارونو کې نیولي وو.

تر دې دمخه پنځه موټر چلوونکي د یادې پېښې په تړاو په بند محکوم شوي وو.

 

نورې ليکنې