افغان بایسکل ځلوونکې معصومه علي زاده. د انځور ټول حقونه خوندي دي.
افغان بایسکل ځلوونکې معصومه علي زاده. د انځور ټول حقونه خوندي دي.

د بایسکل ځغلولو نړیوالې ټولنې د جون میاشتې په ۳مه اعلان وکړ چې سږ کال به د افغان نجونو د بایسکل چلولو لوبډله د سویس د بایسکل ځلوونکو سیالیو کې ګډون کوي. دا لومړی ځل دی چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانې بایسکل چلوونکې د اروپا په کچه په سیالیو کې برخه اخلي.

سږ کال د سویس په ایګل ښار کې د بایسکل چلولو نړیواله ټولنه د دوو مهمو ورزشي پېښو کوربه ده. د تور دو فرانس د بایسکل ځغلولو سیالي به د جولای پر ۹مه او د افغان بایسکل چلوونکو سیالي د اکټوبر پر ۲۳مه ترسره کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې افغانې نجونې د اروپا په کچه سیالیو کې ګډون کوي.

د افغانستان د نجونو د بایسکل چلولو ملي لوبډلې غړې معصومه علي زاده چې په فرانسه کې اوسېږي کډوال نیوز ته وایي: «زه له څلورو نورو افغان بایسکل ځغلوونکو سره یو ځای د اکټوبر پر ۲۳مه سویس کې د بایسکل چلوونکو سیالیو کې ګډون کوم. دمګړۍ د افغانستان د ملي لوبډلې نږدې ۲۰ غړې په سویس کې ژوند کوي. ځینې نورې یې بیا ایټالیا او آلمان کې اوسېږي. د طالبانو له راتګ وروسته کابو ۴۵ افغانې بایسکل چلوونکې اروپا ته راغلې دي.»

نوموړې زیاتوي: «د بایسکل چلولو سیالي هر کال په افغانستان کې ترسره کېدله. خو له بده مرغه د طالبانو له راتګ وروسته او د افغان ښځو پر وړاندې د بندیزونو له کبله اوس دغه سیالي هم له منځه تللې دي.»

بیا ولولئ: هغه درې افغان کډوال چې د توکیو د اولمپیک سیالیو ته یې لار موندلې

د نوموړې په وینا دا یوه مثبته خبره ده چې د بایسکل ځغلولو نړیواله ټولنه د افغان نجونو ملاتړ کوي او سیالیو کې ورته د ګډون چانس ورکوي.

د بایسکل چلولو نړیواله ټولنه چې د سویس په ایګل ښار کې موقعیت لري د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې ۲۰ افغانې بایسکل ځغلوونکې له افغانستانه ایستلې دي. د یادې ادارې په وینا له افغانستان څخه د دغو بایسکل چلوونکو ایستل ډېر سخت کار و.

پر کابل تر طالبانو تر ولکې وروسته افغانې ښځې په بېلابېلو برخو کې له سختو ستونزو او بندیزونو سره مخ شوې دي. طالب چارواکي ښځو ته د ورزشي فعالیتونو د ترسره کولو او د زکړو اجازه نه ورکوي او دا یې د اسلام خلاف بولي.

 

نورې ليکنې