اوروس سمندر چې د ترکیې او یونان سرحد دی. کرېډېټ: مهدي شبیل
اوروس سمندر چې د ترکیې او یونان سرحد دی. کرېډېټ: مهدي شبیل

له تېرو څو ورځو راهیسې د کډوالو یوه ۲۸ کسیزه ډله چې ۸ ماشومان او ۷ ښځې هم پکې شاملې دي د یونان او ترکیې ترمنځ پر پوله اوروس سمندر کې په یوه کوچي ټاپو کې بنده پاتې ده. د یادولو ده چې دا دویم ځل دی چې یاده ډله یونان ته د ورتګ هڅه کوي. یوه اوونۍ مخکې یوناني ځواکونو دوی د ترکیې پر لور شړلي وو.

له تېرو درېو ورځو راهیسې د کډوالو یوه ۲۸ کسیزه ډله د ترکیې او یونان پر پوله د اوروس سمندر په یوه کوچني ټاپو کې ایساره پاتې ده. د یادو کډوالو په ډله کې ۷ ښځې او ۸ ماشومان هم دي. الارم فون ټولنه چې سمندر کې د کډوالو د حالاتو په هکله چارواکو ته خبر ورکوي وایي: «کډوال موږ ته وایي چې ځینې کسان ناروغان شوي دي او یو ماشوم ساتنګي لري.» د الارم فون غړې لیزا کډوال نیوز سره خبرو کې وایي: «دوی دې ته اړ شوي چې د سمندر اوبه وڅکي، خو دا یې د روغتیا لپاره ښه نه ده.»

الارم فون چهارشنبې په سهار یوناني چارواکو ته د یادې ډلې په هکله خبرداری ورکړی و. خو له هغه وخت راهیسې یوناني پولیس ورسره د معلومات د شریکولو ډډه کوي او وایي چې د ډلې په لټه کې ده، خو نه یې مومي. په وینا یې: «د کډوالو ډله بیا وایي چې دوی یوناني‌ پولیس په ساحل کې ګوري، مانا یې دا ده چې پولیس هم دوی ګوري.» 

هغه زیاتوي چې اوس یوناني ځواکونو ور ته وایي چې یاد ټاپو د ترکیې او یونان ترمنځ یوه شخړېزه سیمه کې واقع شوی دی او دوی نه غواړي چې د دېپلوماتیکو ستونزو لامل وګرځي. خو جي پي اس بیا ښيي چې یاد ټاپو له یونان سره تړاو لري. د بشري حقونو محکمې هم دا خبره تایید کړې ده.

دا دویم ځل دی چې دغه ډله هڅه کوي یونان ته ځان ورسوي. لیزا وایي چې یوه اونۍ مخکې دوی د اروپا د بشري حقونو محکمې ته شکایت ثبت کړی و. د جون په لومړۍ نېټه یادې محکمې د خلکو د ساتنې لپاره یونان ته د لنډمهالو تدابیرو د نیولو هدایت ورکړ. د یادې پرېکړې له مخې یونان اړ و چې له کډوالو سره مرسته وکړي‌ او ورته اجازه ورکړي چې خاوره کې یې د پناه غوښتنه ورکړي.

بیا ولولئ: د ترکیې او یونان پر پوله کوچنیو ټاپوګانو کې د کډوالو ډلې ایسارې پاتې دي

د محکمې له پرېکړې سرغړونه

خو له پرېکړې دوه ورځې وروسته یوناني چارواکو یو ځل بیا کډوال له خپلو ساحلي اوبو څخه وشړل. الارم فون د جون پر ۳مه وویل چې پر دغې ډلې برید شوی، وسایل یې نیول شوي او دوی بېرته د ترکیې پر لور شړل شوي دي.

اوس دغه سازمان وایي چې «ایا یوناني چارواکي د اروپا د بشري حقونو محکمې له پرېکړو سرغړونه کوي؟»

له تېرو څو وختونو راهیسې د بشري حقونو سازمانونه په منظمه توګه د اروپا د بشري حقونو محکمې ته شکایتونه ثبتوي. د مې پر ۲۴مه د هیومن رایټز ۳۶۰ په نامه سازمان او د کډوالو لپاره د یونان شورا یادې محکمې ته د یوې ۹۴ کسیزې ډلې د حالت په اړه شکایت ثبت کړی و چې یوه کوچني ټاپو کې بنده پاتې وه.

یادې محکمې بیا یونان ته هدایت ورکړ چې د ډلې له شړلو ډډه وکړي او ورته ډوډۍ، اوبه او روغتیایي خدمات برابر کړي. محکمې دغه راز له یونان ته هدایت ورکړی و چې د یادو کسانو د پناه غوښتنلیکونو په اړه ورته معلومات ورکړي. خو د محکمې د هدایت سره سره یاده ډله و نه ژغورل شوه.

 

نورې ليکنې