د روسیې او فنلنډ ترمنځ پوله. د ارشیف انځور: رویټرز
د روسیې او فنلنډ ترمنځ پوله. د ارشیف انځور: رویټرز

فنلنډ وایي په پام کې لري چې له روسیې سره پر پوله به د خنډونو د جوړولو په موخه په خپلو سرحدي قوانینو کې بدلون رامنځ ته کړي. فنلنډ له دې څخه ډارېږي چې روسیه به دغه هیواد ته د کډوالو د ورتګ زمینه برابره کړي. خو اینالکو کې د سرحدي امنیت کارپوه دامین سیمونو وایي هېڅ کوم داسې ثبوت نشته چې وښيي چې دا ګواښ رېښتینی دی.

شد فنلنډ حکومت د جون پر ۶مه اعلان وکړ چې په پام کې لري چې دغه هیواد ته د احتمالي کډوالو د راتګ د مخنیوي په موخه له روسیې سره پر پوله د خنډونو د جوړولو لپاره خپل سرحدي قوانینو کې بدلون رامنځ ته کړي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله پر اکراین د روسیې تر یرغل وروسته فنلنډ له دې څخه ډارېږي چې روسیې د بېلاروس په شان د منځني ختیځ، افغانستان او د افریقایي هیوادونه اتباع یاد هیواد واستوي. 

فنلنډ چې د ناټو د غړیتوب غوښتنه یې کړې ده له روسیې سره ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري چې ډېری برخه یې ځنګليزه ده. 

په ورته مهال اینالکو کې د ملي امنیت کارپوه دامین سیمونو وایي چې نن سبا «د جیوپولیتیکي موخو لپاره له مهاجرت څخه ګټه اخیستل کېږي. په داسې حال کې چې اکراین کې جګړه روانه ده، مهاجرت د بې ثبات کولو د ابزارو په توګه کار اخیستل کېږي.»

د فنلنډ د کورنیو چارو وزارت مشاوره ان اهانو وایي دوی غواړي چې سرحد کې د پوله ساتونکو عملیاتي ظرفیت هم لوړ کړي. همدارنګه د پوله ساتونکو د حقوقي چارو مسولې سانا پالو وایي دوی اوس په پام کې لري چې پر خپله رېښتني خنډونه جوړ کړي. په وینا یې دغه خنډونه به په هغو ځایونو کې جوړ شي چې ټر ټولو مهم وي.

خو ایا دا ګواښ رېښتنی دی؟ دامین سیمونو وایي چې فنلنډ خپل ذهن کې یو «خیالي مهاجرت» لري. د نوموړي په وینا مهاجرت د اروپا د ضعف نقطه ده.‌ فنلنډ په تېرو څو کلونو کې بېلاروس او یونان کې رامنځ ته شویو مهاجرتي کړکېچونو ته ګوري او داسې ګومان کوي چې له ورته ګواښونو سره مخ دی.

د ۲۰۲۰ په مارچ میاشت کې ترکیې لسهاوو زره مهاجرو ته اجازه ورکړه چې د ځمکې له لارې یونان ته واوړي.

په ۲۰۲۱ کې بیا زرګونه کډوال له بېلاروس څخه پولنډ او لیتوانیا ته د ننوتلو هڅې وکړې. اروپایي هیوادونو په دې آند وو چې دغه وضعیت د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشېنکو رامنځ ته کړی ترڅو د لوېدیځو هیوادونو له خوا پرې لګولو شویو بندیزونو ته غبرګون وښيي.

دامین سیمونو وایي: «فنلنډ د ټولو دغو بېلګو په اړه فکر کوي. لوکاشېنکو له ایران او ترکیې څخه [د ویزو د ورکولو پروسه اسانه کړه] او پروازونو ته یې اجازه ورکړې وه. له ۳ زره تر ۵ زره کسان مېنسک ته انتقال شوي ول ترڅو پولنډ ته واوړي. اوس فنلنډ وېره لري چې مسکو د بېلاروس په څېر یاد هېواد ته د کډوالو د ورتګ زمینه برابره کړي.»

خو دغه کارپوه وایي چې دا یو «خیالي» ګواښ دی او یو دلیل یې هم د ۱۹۴۰ کلونو کې له روسیې سره د فلنډ جګړه ده چې په پایله کې یې ۸۰ زره فنلنډي سرتېري ووژل شول.

هغه زیاتوي: «له تېرو څو کلونو راهیسې د کډوالۍ مسله په یوه داسې وسیله بدله شوې چې په مختلفو طریقو ترې کار اخیستل کېږي. دا وېره شته چې ګن شمېر خلک یو هېواد ته داخل شي. خو د روسیې او فنلنډ پر پوله د داسې یو ګواښ د شتوالي په هکله هېڅ کوم ثبوت نشته. روسیه معمولاً د منځني ختیځ وګړو نهایي مقصد نه ده.»

سرحدي قانون کې بدلون به د فنلنډ حکومت ته اجازه ورکوي چې له روسیې سره پر پوله خنډونه جوړ کړي او سرحد کې امنیتي تدابیر نور هم سخت کړي. د ګارډین په حواله فنلنډ دغه راز غواړي چې پناه غوښتنلیکونه په سرحد کې وړاندې شي.

د فنلنډ د کورنیو چارو وزیرې کریستا مېکونېن ویلي چې حکومت به د پوله ساتونکو تر ارزونو وروسته د خنډونو د جوړېدو په هکله پرېکړه وکړي.

 

نورې ليکنې