ترکیه کې یو شمېر کډوال، تصویر: پېکچر الاینز
ترکیه کې یو شمېر کډوال، تصویر: پېکچر الاینز

ترکي چارواکي وایي چې د کډوالۍ د کنترول لپاره یې ځینې نوي بندیزونه لګولي دي. ډېری دغه بندیزونه پر هغو کسانو لګول شوي چې سوریه کې له جګړې وروسته یې ترکیې ته پناه وړې وه.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د دغه هیواد پلازمېنه انقره کې د یوې خبرې غونډې پر مهال د کډوالۍ د کنترول په اړه د نویو بندیزونو خبر ورکړ.

د دغو بندیزونو له مخې به د جولای میاشتې له لومړې نېټې وروسته د ترکیې په ټولو سیمو کې د مېشتو کډوالو او یا بهرنیانو شمېر له ۲۵ سلنې ۲۰ سلنې ته راټیټېږي. 

دغه راز د هیواد په مختلفو سیمو کې د سوریایي مهاجرو پر تګ راتګ ځینې بندیزونه لګول شوي دي. دوی به نور اجازه نه لري چې د لوی اختر په جریان کې خپل هیواد ته ولاړ شي.

په ورته مهال انقره کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې د څېړنې مرکز مشر متین کوره باتیر عرب نیوز ته ویلي چې سوریایان ځکه غوره ګني چې صنعتي سیمو ته نږدې ژوند وکړي چې ډېری یې هلته په غیرقانوني توګه کار کوي ترڅو خپل ژوند پر مخ یوسي.

نوموړی یادو سیمو کې د کډوالو د شمېر ټیټول له بشري حقونو څخه سرغړونه بولي.

ښاغلي کوراباتیر زیاتوي چې نن سبا داسې خبرونه خپرېږي چې ښيي چې ترکیه د نویو رسېدلو پناه غوښتونکو د نوم لیکنې څخه ډډه کوي چې له امله یې ډېری کسان نه شي کولی خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي‌ او یا روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري. هغه سیمو کې د کډوالو د شمېر کمول د ادغام پر لاره خنډ بولي.

د یادولو ده چې سږ کال له ترکیې څخه د کډوالو د اخراج شمېر ۷۰ سلنې ته رسېدلی دی. د رسمي شمېرو له مخې دغه هېواد په روان میلادي‌ کال کې نږدې ۳۰ زره مهاجر له خپلې خاوړې څخه شړلي دي. ایستل شوي کسان د ۹۴ هیوادونو اتباع دي خو ډېری پکې افغانان، پاکستانیان او سوریایان دي.

بیا ولولئ: له ترکیې څخه ۷۰ سلنه د کډوالو د ایستلو ډېرېدل: افغان په کې تر ټولو ډېر دي

په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته ډېریو افغانانو هم هڅه وکړه چې د ګاونډیو هیوادونو له لارې ترکیې ته ځان ورسوي. ځینې دغه افغانان وايي چې پر پوله د تاوتریخوالي سربېره ترکیه کې له سختو ستونزو سره مخ دي او هڅه کوي چې ځانونه له چارواکو پټ وساتي.

بیا ولولئ: پخوانی افغان افسر په ترکیه کې: «ګواښونو د خپل هیواد پرېښودو ته اړ کړم»

ترکي چارواکي د ناقانونه کډوالو په نیولو سره دوی د بېرته ستنېدو مرکزونو ته استوي. دا مهال تر ۱۸ زره ډېر کډوال یادو مرکزونو کې ساتل کېږي چې ۱۰۷۶۳ تنه یې افغانان، ۲۷۴۰ تنه یې پاکستانیان، ۱۷۷۶ تنه یې سوریایان او ۳۵۲۲ تنه نور یې د نورو هیوادونو وګړي دي.

تېره اونۍ ترکي سرچینو وویل چې یوازې په یوه ورځ‌ کې یې د ترکیې په استانبول ښار کې نږدې ۱۷۰۰ «غیرقانوني» کډوال نیولي دي.

که څه هم واک ته د طالبانو له رسېدو سره له ترکیې څخه د افغانستان پر لور د کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ درېدلې وه، خو په ۲۰۲۲ کې یاده پروسه بېرته پیل شوه.

 

نورې ليکنې