پرون دوشنبه د جون میاشتې ۱۳مه د یونان او ترکیې پر پوله یو افغان مهاجر په ډزو کې وژل شوی دی. د ترکي چارواکو په حواله دغه مهاجر چې غوښتل یې د ترکیې له لارې یونان ته واوړي د یوناني پوله ساتونکو د ډزو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترکي چارواکو په حواله دغه افغان کډوال چې هڅه یې درلوده یونان ته ځان ورسوي د یوناني ځواکونو د ډزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د حریت خبري اژانس د یو خبر له مخې یاد مهاجر له ۷ نورو کسانو سره یو ځای یونان ته د اوښتو هڅه درلوده، خو یوناني ځواکونو پرې ډزې وکړې.
پېښه د الیبې په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

حریت خبري اژانس زیاته کړې ده: «یوناني ځواکونو د افغان مهاجرو پر هغې ډلې ډزې کړې چې غوښتل یې په ناقانونه طریقه یونان ته واوړي... یو تن د ډزو په پایله کې سخت ټپی شوی و... نوموړی چې یو ځایي روغتون ته وړل شوی و د ډاکټرانو د هڅو سربېره خپل ژوند له لاسه ورکړ.»
دا پېښه ادرنې ته نږدې د مریک سیمې پولیسو د فرانسې خبري اژانس سره خبرو کې تایید کړې، خو ترکي رسنیو کې د خپرو شویو جزیاتو په هکله یې څه نه دي ویلي.
یادې ورځپاڼې دا هم ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.
په ورته مهال د یونان د مدنې ساتنې وزیر تاکیس تیودوریکاکوس ترکیه د «جعلي خبرونو» په خپرولو تورنه کړې او ویلي یې دي چې دغه هیواد له مهاجرو څخه «ابزاري ګټه» اخلي.
د یونان او ترکیې پر پوله د تاوتریخجنو پېښو رامنځته کېدا کومه نوې خبره نه ده. د ترکي رسنیو له مخې تېره می میاشت دوه افغان مهاجر چې غوښتل یې یونان ته واوړي په همدغه سیمه کې د ډزو په پایله کې ټپیان شوي وو.
یوه میاشت مخکې بیا یو ۲۲ کلن افریقایي مهاجر د اوروس په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د یادولو ده چې په ۲۰۲۱ کې ټولټال ۵۱ مړي په دغه سیمه کې موندل شوي او د الکساندروپولیس د عدلي طب مرکز ته انتقال شوي وو. ډېری دغه کسان اوروس سمندر کې ډوب شوي وو.
د بشري حقونو سازمانونه په منظمه توګه پر یوناني ځواکونو نیوکې کوي چې د کډوالو پر وړاندې له تاوتریخجن چلن سره کار اخلي. تېره اونۍ ۲۸ مهاجر د اوروس سمندر په یوه کوچني ټاپو کې بند پاتې وو، خو څو ورځې وروسته یوناني پولیسو د ترکیې پر لور وشړل.