د فرانتکس سرتېری لیتوانیا کې. ۲۰۲۱ جولای. انځور: اې پي اې، اس تي آر
د فرانتکس سرتېری لیتوانیا کې. ۲۰۲۱ جولای. انځور: اې پي اې، اس تي آر

د اروپا د پولې ساتونکې ادارې یا فرانتکس پرون دوشنبه وویل چې د روان کال د جنورۍ تر می میاشتې پورې اروپا ته د غیرقانوني مهاجرو شمېر د تېر کال همدې مودې پرتله ۸۲ سلنه زیات شوی دی.

یادې ادارې ویلي دي چې د لومړنیو شمېرو له مخې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۸۶۴۲۰ تنه مهاجر د اروپا ۲۷ هیوادونو ته ننوتلي دي.

په وینا یې یوازې په تېره می میاشت کې ۲۳۵۰۰ غیرقانوني مهاجرو ځانونه اروپا ته رسولي دي چې د ۲۰۲۱ د می میاشتې پرتله ۷۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه احصاییه کې د هغو اکراینیانو شمېر په پام کې نه دی نیول شوی چې پر اکراین د روسیې تر یرغل وروسته اروپایي هیوادونو ته راغلي دي.

فرانتکس زیاته کړې ده چې د تېرې فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې پنځه نیم میلیونه اکراینیان په مستقیمه توګه له اکراین څخه او یا د مالداویا له لارې اروپایي ټولنې ته داخل شوي دي.

د مهاجرت تر ټولو مهمې لارې

یادې ادارې دا هم ویلي دي چې د ۲۰۲۲ په لومړیو پنځو میاشتو کې لوېدیځ بالکان او مرکزي او ختیځه مدیترانه اروپا ته د مهاجرو د راتګ تر ټولو مهمې لارې وې.

په وینا یې د لوېدیځ بالکان له لارې اروپا ته د اوښتونکو مهاجرو شمېر ۴۰ زره تنو ته رسېږي چې د تېر کال پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي. ډېری دغه کسان د افغانستان او سوریې اتباع دي.

دغه راز نږدې ۱۶ زره مهاجر چې ډېری یې د بنګله دېش، مصر او تونس اتباع دي د مرکزي مدیترانې له لارې اروپا ته رسېدلي دي.

دیارلس زره نورو کسانو بیا د ختیځې مدیترانې له لارې اروپا ته ځانونه رسولي چې د تېر کال پرتله ۱۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي. د دغو کسانو له ډلې دوه پر دریمه برخه یې د قبرس له لارې اروپا ته رسېدلي چې د تېر کال پرتله ۲۱۳ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی. ډېری دغه کډوال د کنګو دموکراتیک جمهوریت، نایجریا او سوریې اتباع وو.

د اروپا پر ختیځې پولې بیا د تېر کال همدې مودې پرتله د اوښتونکو مهاجرو شمېر ۲۱۵۵ کسانو ته ختلی دی چې د تېر کال پر تله څلور چنده زیات شوی دی. ډېری دغه کډوال د بېلاروس، عراق او اکراین اتباع دي.

فرانتکس ویلي چې د هغو کډوالو په شمېر کې چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ هڅه کړې ۱۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

 

نورې ليکنې