رونډا ته د کډوالو د ستنولو پر ضد لندن کې لاریون. انځور: رویټرز، ۲۰۲۲ د جولای ۱۳
رونډا ته د کډوالو د ستنولو پر ضد لندن کې لاریون. انځور: رویټرز، ۲۰۲۲ د جولای ۱۳

د برېتانیا حکومت په پام کې لري چې نن سه شنبه د کډوالو لومړۍ ډله افریقایي هېواد رونډا ته واستوي. ټاکل شوې ده چې یاده الوتکه به سبا چهارشنبه د سهار له خوا د رونډا پلازمېنې کلیګالي ته ورسېږي. په ورته مهال سازمانونه وایي چې د جولای په میاشت کې به له قضایي ارګانونو څخه د استیناف غوښتنه کوي.

د برېتانیا حکومت نن سه شنبه د جولای ‍۱۴مه رونډا ته د کډوالو د لومړۍ ډلې ستنولو ته تیاری نیسي. دغه ډله کې ۷ کسان شامل دي. دوی چې په ناقانونه طریقه برېتانیا ته رسېدلي دي په هغه الوتکه کې رونډا ته استول کېږي چې ورته ځانګړې شوې ده. ټاکل شوې ده چې دوی به سبا سهار د کیګالي هوایي ډګر ته ورسېږي.

په ورته مهال سازمانونو او د بشري حقونو مدافع بنسټونو د حکومت پر دغې پروژې نیوکې کړې دي. خو محکمو کې یې وروستیو شکایتونو ته منفي ځوابونه ورکړل شول. تېره شپه برتانوي قاضي رابېندر سېنګ وویل چې «اسیتناف لغوه شوی دی».

د کېر ۴ کالې سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې تر دې دمه ۲۴ تکتونه لغوه شوي دي، خو ۷ تنه مهاجر لا هم راتلونکي پرواز کې شامل دي. دغه کسان د ایران، عراق، البانیا او سوریې اتباع دي.

د بشري حقونو مدافع ټولنه وایي چې لندن په په پام کې لري چې «د پناه غوښتنې په تړاو له خپلو مسولیتونو د ادا کولو ډډه وکړي». خو دا د جنېوا د ۱۹۵۱ کنوانسیون خلاف کار دی.

پرون دوشنبه لندن او مانچستر ښارونو کې د دغې پرېکړې پر وړاندې لاریونونه وشول. په ټولنیزو رسنیو کې هم رونډا ته پرواز ودروئ په نامه هشتګونه خپاره شول.

خو د احتجاجونو سربېره د بوریس جانسون حکومت په پام کې لري چې خپله پرېکړه عملي کړي ترڅو د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو د اوښتو مخه ونیسي.

برېتانیا د اپریل پر ۱۴مه د ۱۴۴ میلیونه یورو په ارزښت له رونډا سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به دغه هیواد ته رسېدلي ناقانونه کډوال رونډا ته استول کېږي. د برېتاینا د کورنیو چارو وزیره پریتي پاتل له کلونو راهیسې هڅه کوي چې پناه غوښتنلیکونه په درېمو هیوادونو کې وارزول شي.

بیا ولولئ: رونډا ته د کډوالو د ستنولو په هکله د برېتانیا او رونډا ترمنځ تړون: «زه نه پوهېږم چې رونډا چېرته ده»

د دغه تړون له مخې هغه «ځوان مهاجر» چې د ۲۰۲۲ د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې په ناقانونه توګه برېتانیا ته رسېدلي دي رونډا ته ستنول کېږي. د هغوی دوسیه به یاد هېواد کې ارزول کېږي او رونډا کې ورته د اوسېدو چانس ورکول کېږي. خو دوی بیا برېتانیا ته د ستنېدو اجازه نه لري.

په ورته مهال د بشري حقونو مدافع سازمانونه وایي چې قضایي ارګانونو کې خپلو شکایتونو ته ادامه ورکوي. د دېتنشن اکشن ټولنې ویلي چې که څه هم دوی ناهیلي شوي دي، خو جولای میاشت کې به د حکومت د دغه سیاست پر وړاندې د استیناف غوښتنه کوي.

 

نورې ليکنې