پاکستان کې ګېر افغان کډوال چې اروپا او نورو هېوادونو ته تګ غواړي. انځور: طاهر علي
پاکستان کې ګېر افغان کډوال چې اروپا او نورو هېوادونو ته تګ غواړي. انځور: طاهر علي

د پاکستان حکومت د هغو افغانانو لپاره د ویزې نوې تګلاره تصویب کړې څوک چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو یا نورو غربي هېوادونو ته د کډوالۍ په موخه سفر کوي۔

د نوې تګلارې ترمخه به، کومه چې د پاکستان لومړي وزير محمد شهباز شريف تصويف کړې، افغانانو ته ژر تر ژره ټرانزيټي ويزه ورکول شي.

په دې اړه د لومړي وزیر سلاکار سلمان صوفي وايي: «پاکستان به هغو افغانانو ته چې په نورو هېوادونو کې يې پناه غوښتنليکونه منل شوي، په ۲۴ ساعتونو کې ترانزيټي ویزې ورکوي. افغانانو ته د ورکول شوې ویزې اعتبار به دېرش ورځي وي.»

هغه زياته کړه چې هغه هېوادونو چې د افغانانو د کډوالۍ غوښتنې يې منلې دي له پاکستانه وغواړي چې دوی ته ټرانزیټي ویزې ورکړي.

یو شمېر افغانان چې په اروپا او نورو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې دوسیې منل شوې، د پاکستان د ټرانزیټي ویزو په ترلاسه کولو کې د ستونزو له امله په افغانستان کې بند پاتې دي. د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه به دوی ته خپل منزل ته د رسېدو لاره اسانه کړي.

ياده دې وي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يو شمېر افغان کډوال د پاکستان سر ښار اسلام اباد کې پر احتجاج دي او د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو څخه غوښتنې کوي چې دوی هغه هيوادونو ته ولېږي چېرته چې دوی او د دوی د ماشومانو راتلونکی خوندي او سوکاله وي.

ياد افغانان په داسې حال کې پاکستان ته مهاجر شول چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان واک په لاس کې واخیست۔

 

نورې ليکنې