د بريتانيې حکومت د بشري حقونو لپاره اروپايي محکمې د يوې عاجلې فيصلې د اعلان وروسته دغه پرواز لغوه کړ. خو پر دې يې هم ټنګار کړی دی چي روانډا ته د مهاجرو د لېږد پاليسي به تعقيب کړي.
د بريتانيې حکومت پلان درلود چي يو شمير هغه مهاجر چي د مانش کانال له لاري په کښتيو کي دغه هيواد ته راغلي ول، و افريقايي هيواد روانډا ته ولېږي. په دې ترڅ کي و روانډا هيواد ته د سه شنبې د ورځي لپاره پرواز پلان سوی ؤ. خو د بشري حقونو لپاره اروپايي محکمې په يوه عاجله فيصله کي وويل چي په دغه پلان سوي پرواز کي د شامل يو عراقي مهاجر لېږد دي ودرول سي. په پلان کي وه چي د بيلو هيوادونو سره تړاو لرونکي پناه غوښتونکي رواندا ته ولېږل سي.
د بريتانې حکومت په ياده اروپايي محکمه کي د ماتې خوړلو باوجوده ويلي دي چي و روانډا ته د مهاجرو د لېږد پر خپل پلان به ثابت پاته سي او دغه پاليسي به مخ په وړاندي تعقيب کړي. هندي الاصله بريتانوۍ سياستوالي او د کورنيو چارو وزيري پريتي پټېل په شتراسبورګ کي د اروپايي محکمې د فيصلې د اعلان وروسته د سه شنبې په ماښام وويل: «موږ به له دې کبله له درست کار کولو او د خپل ملت د پولو له ساتلو ونه بيريږو.»
پريتي پټېل زياته کړه «زه ناهيلي سوې يم چي حقوقي دعوی او شخړه په وروستيو دقيقو کي د دې لامل سوې چي د نن لپاره پلان سوی پرواز نه سو تر سره.» د هغې په وينا دا ډېره حيرانونکې وه چي د بشري حقونو لپاره اروپايي محکمې د دغو کسانو لپاره دخالت وکړ، د هغه وروسته چي بريتانوي محکمو مخکي بل ډول فيصلې کړي وې.
له بريتانيې څخه و روانډا ته د مهاجرو د لېږد لپاره پلان سوی لومړی پرواز له پلي کېدو څخه لږ وخت تر مخه لغوه کړل سو. خو د بريتانيې د کورنيو چارو د وزيري په وينا د بل پرواز لپاره چمتو والی نيسي.
لندن د روانډا هيواد سره يو ځانګړی تفاهم کړی دی چي په ترڅ کي به يې هغه مهاجر چي د مانش کانال په لاره په کښتيو کي دغه هيواد ته رسيږي، و روانډا هيواد ته استوي. د دغو مهاجرو د پناه غوښتنه به په روانډا کي ارزول کيږي. د بريتانيې حکومت غواړي چي په دې توګه له يادي لاري و بريتانيې ته راتلونکي مهاجر وبېروي او په دې توګه و بريتانيې ته د مهاجرت مخه ونيسي.
خو د بريتانيې د حکومت دغه پلان په هيواد دننه او دباندي کي د زياتو بحثونو او تنقيدونو لامل سوی دی. د ملګرو ملتونو تر څنګ يو شمير د بشري حقونو سازمانونو دغه پلان د نړيوالو حقونو نقض بللی دی. خو روانډا او بريتانيې د ياد پرواز د لغوه کېدو وروسته بيا هم د خپل پلان د عملي کولو تعهد تکرار کړی دی.
آ./ا.ا.