اتريش و لوېديځي اروپا ته د مهاجرت لپاره ترانزيت هيواد اټکل کيږي | انځور: پېکچر الاینز
اتريش و لوېديځي اروپا ته د مهاجرت لپاره ترانزيت هيواد اټکل کيږي | انځور: پېکچر الاینز

د اتريش پوليس وايي چي يو آلماني د کارګرو په توګه د ۲۳۳ پناه غوښتونکو زبېښاک کړی دی. په دې ترڅ کي په ورځ کي ۱۷ ساعته کار هم ورڅخه اخيستل سوی دی.

د تورن آلماني په هکله ويل سوي چي د هغه عمر ۶۳ کاله دی او دا چي د اتريش په فوکلابروک سيمه کي اوسيږي. د اتريش د پوليسو په وينا پر هغه شک دی چي ۲۳۳ پناه غوښتونکي يې په کار ګومارلي او د هغوی زبېښاک يا استهسال يې کړی دی. 

د قضيې څېړونکو چارواکو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جون ۱۴ نېټه) راپور ورکړ چي دغه آلماني کس په ياد شمير عراقي مهاجر په زياته د پاکي کوونکو کارګرو په توګه مؤظف کړي او نور کارفرما کسانو ته معرفي کړي دي.

د چارواکو په وينا دغه قضيه د انساني قاچاق، انسجام سوي تور کار او په زياته اندازه د اختلاس سره تړلې ده.

د شکمن آلماني په هکله ويل سوي چي د آلمان د زاکسن له څويکاؤ سيمي سره تړاو لري او نهه کاله مخي اتريش ته ولاړ. د دغې قضيې له تحقيق کوونکو څخه اُلريکه هانډلباور د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي، چي دغه آلماني کس له ۲۰۱۸ کال راهيسي دغه مهاجر د ظاهري تشبث لرونکو په توګه په کار ګومارل.

زياته سوې چي عراقي مهاجر په کار ګومارل سوي چي د هغوی نه په کافي اندازه آلماني ژبه زده وه او نه هم په خپلو حقونو خبر ول. دغو کاګرو ته په ساعت ۹،۵۰ يورو ورکول سوي چي وروسته له دغو پيسو څخه بايد ماليې او نور کسرونه هم ايستل سوي وای. تحقيق کوونکي اټکل کوي چي ياد آلماني د ماليو د نه ورکړي او په ناحقه توګه د کرونا مرستو په ترلاسه کولو سره د ۱،۲ مليونو يورو په شاوخوا کي تاوان رسولی دی.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې