کډوال د کم سنه کډوالو د ازموینې دفتر د دروازې ترڅنګ ولاړ دي. کرېډېټ: کډوال نیوز
کډوال د کم سنه کډوالو د ازموینې دفتر د دروازې ترڅنګ ولاړ دي. کرېډېټ: کډوال نیوز

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې تېره دوشنبه ۷ کسان د پولیسو له خوا ونیول شول. دوی په دې تورن دي‌ چې د نشه یي توکو قاچاق یې کاوه او کم عمره مهاجر یې د نشه یې توکو په استعمال سره غلا کولو ته هڅول.

د فرانسې خبري اژانس د پاریس څارنوالۍ له قوله وایي چې تېره دوشنبه د جون ۱۳مه ۷ کسان د کم عمره مهاجرو د زبېښاک یا استثمار په تور نیول شوي‌ دي.

یادې ادارې زیاته کړې ده چې دغه کسان «د انسانانو د زبېښاک»، «د نشه یې توکو د قاچاق» او «کم عمره مهاجرو ته د نشه یي توکو په استعمال سره غلا کولو ته د هڅولو» په تور نیول شوي دي.

د دغې ډلې په اړه پلټنې د غیرقانوني مهاجرت ادارې ترسره کړې دي.

د یوې سرچینې له قوله ویل شوي دي چې دغو کسانو کم عمره او بې سرپرسته مهاجرو ته د ریوتریل په شان نشه توکي ورکول ترڅو دوی غلا کولو ته وهڅوي.

څلور کسان د پاریس په تروکادېرو او درې نور په اداري توقیف ځایونو کې نیول شوي‌ دي.

کم عمره مهاجر او جرمونه

د کم عمره مهاجرو له خوا د جرمونو ارتکاب په فرانسه کې یو جدي بحث دی. په ۲۰۲۰ کې پاریس له مراکش سره د یادو متخلفو مهاجرو د بېرته ستنولو په هکله تړون لاسلیک کړ. خو دا پروسه ځکه پېچلې ده چې د دغو کسانو حقونه د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون کې ثبت شوي‌ دي.

د فرانسې پارلمان د ۲۰۲۱ په مارچ میاشت کې یو راپور خپور کړ چې له مخې یې د ۲ زره تر ۳ زره کم عمره مهاجرو له ډلې ۱۰ سلنه یې جرایمو کې ښکېل دي. راپور کې زیاته شوې ده چې د دغو کسانو له ډلې ۷۵ سلنه یې د مراکش او الجزایر اتباع دي.

دوی په معموله توګه د جرایمو د ارتکاب په موخه له نشه یي توکو څخه کار اخلي.

 

نورې ليکنې