د سلوانیا او کروشیا ترمنځ خنډونه. انځور: کډوال نیوز
د سلوانیا او کروشیا ترمنځ خنډونه. انځور: کډوال نیوز

سلوانیا وایي په پام کې لري چې له کروشیا سره پر پوله خنډونه له منځه یوسي. دغه خنډونه د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال جوړ شوي وو.

د سلوانیا لومړي وزیر روبرت ګولوب پرون چهارشنبه وویل چې د خنډونو د بې اغېزتوب او د انساني دلایلو په خاطر له کروشیا سره پر پوله جوړ شوی دېوال له منځه وړي.

سلوانیا د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال ایټالیا او اتریش ته د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي په موخه له کروشیا سره پر پوله داسې خنډونه جوړ کړي وو چې نږدې ۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی یې درلود.

بیا ولولئ: سلوانیا وایي چې له کروشیا سره ګډه پوله کې بیا هم خنډونه جوړوي

ښاغلي ګولوب یوې خبرې غونډې ته وویل: «خنډونه اغېزمن نه وو او و نه توانېدل چې هغه کسان یې منصرف کړي چې غواړي له پولې تېر شي.» نوموړي زیاته کړه چې یاد خنډونه به «د جون میاشتې تر پایه پورې» له منځه وړل کېږي.

هغه دا هم ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې د غیر قانوني مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. په وینا یې د سازمانونو او پولیسو په حواله د خنډونو شتوالي مهاجر دې ته اړ کړي چې له خطرناکو لارو ځانونه اروپایي ټولنې ته ورسوي.

ښاغلی ګولوب د می میاشتې پر ۲۵ د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. هغه خپل ټاکنیز کمپاین کې ویلي وو چې غواړي وضعیت بېرته «نورمال» کړي او یو ځل بیا دموکراسي رامنځ ته کړي.

تر دې مخکې جانز جانسا د سلوانیا لومړی وزیر و. هغه چې د کروشیا له لومړي وزیر وېکتور اوربان سره یې ښې اړیکې درلودې، د خنډونو له جوړولو څخه دفاع کړې وه او سلوانیا ته یې د کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره نور تدابیر هم نیولي وو.

بیا ولولئ: سلوانیا: د مهاجرو ضد جانز جانسا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

ګولوب خپلو خبرو کې د پناه غوښتونکو د هرکلي په مرکزونو کې د کډوالو د ژوند پر وضعیت هم نیوکه وکړه او و یې ویل چې د اوسني حالت د ښه کېدو لپاره به هڅه وکړي او د اکراینیانو یا د هغو مهاجرو د دوسیو د ارزولو پروسه به هم چټکه کړي چې له مدیترانې له لارې سلوانیا ته رسېدلي دي. 

 

نورې ليکنې