د سي واچ سازمان د فعاليت آرشيف انځور / د انځور منبع : د سي واچ ټویټر پاڼه
د سي واچ سازمان د فعاليت آرشيف انځور / د انځور منبع : د سي واچ ټویټر پاڼه

د سي واچ په نوم مرستندويه او د ژغورنې سازمان وايي چي په مديترانه کي يې ۲۹۰ انسانان له يوې لرګيني کښتۍ ژغوري دي.

د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي د «سي آی ۴» په نوم بېړۍ د چهارشنبې په سهار د درو ساعتونو په جريان کي زيات شمير انسانان له اوبو څخه وژغورل. ياده بېړۍ د سي واچ په نوم ژغورونکي سازمان سره تړاو لري.

سي واچ د چهارشنبې په ماښام د يادي ژغورني په هکله په رېګنسبورګ کي معلومات ورکړل. زياته سوې چي له لرګيني کښتۍ څخه د انسانانو د ژغورنې وروسته د ليبيا سمندري سرحد ساتونکي ځواک د خپلي کښتۍ سره وصل کړه او د وچي پر لور يې کش کړه. له هغه مخکي دغو چارواکو ننداره کوله چي د سي آی ۴ کښتۍ څنګه دغه انسانان راپورته کوي.

په خبر کي زياته سوې ده چي په کومه سيمه کي چي سي آی ۴ انسانان ژغورلي، له هغه څخه په کمه فاصله کي د «آيتا ماري» په نوم ژغورونکي کښتۍ ۱۰۰ نور انسانان وژغورل. دا د هغه وروسته چي د دغو کسانو کښتۍ په سمندر کي د اضطراري حالت سره مخامخ سوې وه. ويل سوي دي چي البته د ژغورني دغه عمليات د ليبيا د سرحد ساتونکو له خوا اخلال کړل سول. زياته سوې چي ۱۷ هغه انسانان چي اوبو ته يې ټوپ وهلی ؤ، و «آيتا ماري» کښتۍ ته د هغوی راپورته کول ممکن سول. ويل سوي دي چي په اړونده ربړي کښتۍ کي پاته کسان د ليبيا د سمندري ساتونکو له خوا په زور د خپلي کښتۍ سره مل «د ليبيا پر لور اختطاف کړل سول».

د ياد سازمان په آند ياده پېښه ښيي چي د ليبيا د سمندري ساتونکو ارادې او کردار څه شی دی. دغه سازمان وايي چي ياد ځواک د اروپايي اتحاديې له خوا «د کلابندۍ د اوزار» په توګه کارول کيږي. دغه سازمان تور لګولی چي د ليبيا سمندري ځواک و هجرت کولو ته مجبور انسانان اختطاف کوي او و داسي يو هيواد يعني ليبيا ته يې بيايي چيري چي کورنۍ جګړه روانه ده او چيري چي بشري حقونه په جدي توګه نقض کيږي. زياته سوې چي د ليبيا سرحد ساتونکي کښتۍ بېرته خپل ساحل ته کشوي او په دې توګه د قاچاق له لاري خپل تجارت کوي. د سي واچ په وينا دا له زيات وخت راهيسي معلومه خبره ده چي د ليبيا سمندر سرحد ساتونکي د قاچاق وړونکو سره په ګډه کار کوي يا پخپله قاچاق وړونکي دي.

د سي واچ په وينا دا په رشتيا چي د شرم وړ خبره ده چي اروپايي حکومتونه د دا ډول چا سره همکاري کوي. دغه سازمان زياته کړېده چي دغه پيښي يو ځل بيا ښيي چي د ليبيا سمندري سرحد ساتونکي په دې نه ارزي چي ورته د سرحد ساتونکو خطاب وسي، بالکل هغه شان لکه اروپايي اتحاديه چي د سولې په نوبل جايزه نه ارزي. زياته سوې چي مرستندويه سازمانونه بيا هم ډېر خوښ دي چي د ژغورنې ماموريت يې بريالی ؤ او په ټوليزه توګه يې ۴۱۶ انسانان ژغورلي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې