په لبنان کې د مهاجرو یو کمپ | انځور: اي پي اې، نبیل مونزر
په لبنان کې د مهاجرو یو کمپ | انځور: اي پي اې، نبیل مونزر

د مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ ويلي دي چي په لومړي ځل په نړيواله کچه د هغو انسانانو شمير تر ۱۰۰ ملیونو اوښتی دی چي له خپل کور څخه مهاجر دي.

د مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو عالي اداره وايي چي د دويمي جګړې راهيسي په لومړي ځل په نړۍ کي د مهاجرو شمير تر ۱۰۰ مليونو اوښتی دی.

دغه سازمان په جنيوا کي پر ياده موضوع د معلوماتو ورکولو پر وخت وويل چي و ياد شمير ته د مهاجرو د شمير رسېدنه «يو دراماتيک پړاو»ِ دی. د ياد سازمان په وينا د مهاجرو په شمير کي په نړيواله توګه د زياتوالي د راتګ يو لامل د اوکراين جګړه او بل لامل د افغانستان او نورو سيمو بحرانونه دي.

دغه سازمان ويلي دي چي که نړيوال په دايمي توګه د بحرانونو د حل لاره پيدا نکړي نو ښايي د مهاجرو د شمير زياتېدو دغه لړۍ ادامه پيدا کړي. د ملګرو ملتونو عالي کميسار فيليپو پر نړيوالو ږغ کړی دی چي له بحرانونو څخه د وتلو لپاره دي لاري پيدا کړي.

د مهاجرو لپاره د ملګرو متلونو د عالي کميسارۍ په کلني راپور کي راغلي دي چي په ۱۹۵۱ کال د دغه سازمان د تأسيس راهيسي هيڅکله ترمخه په دومره زيات شمير مهاجر نه ول ثبت سوي. په دغه راپور کي د مهاجرو د شمير په زياتوالي کي د اوکراين روان بحران ياد کړی دی. خو په ټوليزه توګه دغه راپور د ۲۰۲۱ کال په هکله معلومات وړاندي کړي دي.

زياته سوې چي د ۲۰۲۱ کال په دسمبر مياشته کي په نړۍ کي ۸۹،۳ مليونه انسانان د جګړو، تاوتريخوالي او بشري حقونو ضد فعاليتونو له کبله تېښتي ته مجبور ول. دغه شمير د مخکني کال په پرتله ۸ سلنه زيات ؤ. په ۲۰۲۱ کال په نړۍ کي د لس کالو مخکي په پرتله دوه چنده زيات انسانان مهاجر ول.

د ترکيې، کولمبيا، يوګانډا او پاکستان وروسته په آلمان کي زياتو مهاجرو ځای موندلی دی. آلمان ۱،۳ مليونو مهاجر منلي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې