له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. د ارشیف انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱
له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. د ارشیف انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د هغو افغانانو شمېر کم کړی چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره له هیواده وتلی وو او ټاکل شوې وه چې برېتانیا ته واستول شي.

تېر اګست پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته برېتانیا ژمنه وکړه چې په لومړي کال کې به د ۵۰۰۰ افغانانو هرکلی وکړي. برتانوي چارواکو ویلي وو هغو افغانانو ته به لومړیتوب ورکړل شي چې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته تښتېدلي دي.

خو اوس دغه هېواد وایي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې سره په همغږۍ په یو کال کې یوازې ۲۰۰۰ افغانان انتقالولی شي.

په ورته مهال د کارګر ګوند د سیوري د کډوالۍ وزیر ستېفن کینوک د حکومت پر دغې پرېکړې نیوکه کړې ده. نوموړي اندېپندېنت ورځپاڼې ته ویلي: «حکومت ښيي چې خپل هدف پوره کولی نه شي. لومړي وزیر یو ځل بیا خپله ژمنه عملي و نه کړه.»

بیا ولولئ: د برتانیا نوی لارښوود: افغانستان ته د افغان کډوالو اخراج ورته «رښتیني ګواښ» نه پېښوي

تر دې دمخه د برتانوي چارواکو له خوا د افغانانو د بیا مېشتونې پروګرام کې ځنډ پراخې نیوکې راپارولې وې. دغه پروګرام بالاخره د تېرې جنورۍ په میاشت کې تصویب شو.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره نږدې ۱۵ زره کسان برېتانیا ته انتقال شول، خو شپږ میاشتنۍ ویزې ورکړل شوې وې او دوی د تل لپاره دغه هیواد کې د پاتې کېدو اجازه نه درلوده. هغه مهال بوریس جانسون ویلي وو چې د ښځو او ماشومانو په ګډون به ۵ زره نور زیان منونکي او اړمن کسان هم برېتانیا ته انتقالوي.

اوس د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ایستل شویو له ډلې څخه یوازې ۶۵۰۰ تنه یې د بیا مېشتونې پروګرام شرایط پوره کوي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې ده چې دوی داسې ګومان کوي چې په لومړي کال کې به د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ورته د ۲ زره افغان کډوالو دوسیې وړاندې کړي.

بیا ولولئ: بریتانیا نوي کال کې د ۲۰ زره افغانانو د پناه ورکولو پناه پروګرام پیلوي

برېتانیا ژمنه کړې وه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به ۲۰ زره نور مهاجر هم ومني، خو دمګړی دا لړۍ هم ګنګه او مبهمه پرېښودل شوې ده.

دغه هیواد به د ۱۵۰۰ تنو نورو افغانانو او د هغوی د کورنیو دوسیې هم ارزوي چې له برېتېش کونسل سره او یا امنيتي برخو کې یې کار کړی او یا د چېونېنګ بورسونه یې ترلاسه کړي وو. 

 

نورې ليکنې