رویا دره کې د پولیسو پوسته. انځور:‌ مهدي شبیل
رویا دره کې د پولیسو پوسته. انځور:‌ مهدي شبیل

هغه مصري مهاجر چې په یوه یخچالي لارۍ کې پټ و او د پولیسو په ډزو کې ټپی شو و د چهارشنبې په شپه خپل ژوند له لاسه ورکړ. نوموړی هغه مهال ټپی شو چې موټر چلوونکي هڅه وکړه د پولیسو له پوستې څخه وتښتي.

د فرانسې په نیس ښار کې د تېرې سه شنبې په شپه یو مصری مهاجر د پولیسو په ډزو کې ټپی شوی و. د نیس ښار څارنوالې پروین درېوري د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې یاد کس د چهارشنبې په شپه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړې زیاته کړې ده چې هغه سرتېری چې ډزې یې کړې وې اوسمهال په بند کې دي او پلټنې ترې روانې دي. په وینا یې دغه سرتېری وایي چې «د موجود ګواښ پر وړاندې یې له خپل ځانه مشروع دفاع» کړې ده.

پېښه د شپې په ۲ بجو کې رامنځ ته شوې وه. یوه لارۍ چې ځینې مهاجر یې انتقالول غوښتل چې د پولیسو له پوستې څخه وتښتي. دغه موټر له رویا درې څخه د نیس ښار پر لور روان و او پولیسو تعقیب کاوه.

هغه سرتېری چې ډزې یې کړې وایي چې نیس ښار ته نږدې د پولیسو یوه بله ډله هم وسره یو ځای شوله. خو په وینا یې لارۍ چلوونکي په ناڅاپۍ د پولیسو د موټر پر لور حرکت وکړ چې له امله یې هغه دې ته اړ شو چې د لارۍ د درولو لپاره څلور واره ډزې پرې وکړي.

لارۍ چلوونکي او دوه همکاران یې له پولیسو په تېښتو بریالي شول خو د نیس په مولن سیمه کې یې خپل موټر ودراوه. دوی بیا له سیمې څخه وتښتېدل خو پنځه مهاجر موټر کې پاتې وو.

د مهاجرو په ډله کې یو ۳۵ کلن مصری هم و چې په بېړنۍ توګه روغتون ته یووړل شو. پېښه کې کوم بل کس ته زیان نه ورسېدلی.

تر دغې پېښې وروسته د سوسپېل ښاروال پر خپله ټویټر پاڼه د فرانسوي ځواکونو ملاتړ ښودلی و. نوموړي دا پېښه غندلی خو زیاته یې کړې وه چې ورته حادثات د یوه جرمي عمل پایله بلل کېږي او پولیسو هڅه وکړه چې د غمجنو پېښو د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.

هر کال زرګونه کډوال هڅه کوي چې له ایټالیا څخه فرانسې ته ځان ورسوي. دوی معمولاً له خطرناکو لارو او طریقو څخه کار اخلي او ځینې اې آن د اورګاډو سر ته خېږي.

 

نورې ليکنې