د پاریس په ختیځ کې د کډوالو کمپ. انځور: کډوال نیوز. ۱۷ جون ۲۰۲۲
د پاریس په ختیځ کې د کډوالو کمپ. انځور: کډوال نیوز. ۱۷ جون ۲۰۲۲

فرانسه کې د ګرمۍ نوې څپې هغه افغانان سخت اندیښمن کړي چې پاریس ته نږدې په یوه کمپ کې تر خیمو لاندې ژوند تیروي. دا په داسې حال کې ده چې پاریس کې د تودوخي درجه نن جمعه ۳۴ درجو ته لوړه شوې.

له یوې میاشتې ډیره موده کیږي چې د پاریس په ختیځه څنډه «پورت د پانتن» په وچه ځمکه کې شاوخوا ۹۰ کډوال خیمې تړلي او تر سره لمر لاندې شپې سبا کوي. دغه کمپ چې تر سړک غاړې جوړ شوی، یوه لویه برخه اوسیدونکي يي افغان ځوانان دي.

فرانسه کې د ګرمۍ نوې څپې له تیرو څو ورځو راهیسې د دغو کډوالو ژوند لا تریخ کړی. له پلاستیک څخه جوړ شوي خیمو کې سخته ګرمي، یو شمیر دغه افغان ځوانان له روغتیايي ستونزو سره هم مخامخ کړی.

دلته یوه ډله افغانان د سختې ګرمې له امله له خپلو خیمو وتلي او د ونۍ تر سیورې لاندې سره راټول شوي. په کمپ کې حمام او نورې آسانتیاوې شتون نه لري او دوې د حمام لپاره په موټر کې څو کیلومتره فاصله وهي تر څو د لمبلو لپاره ځان ته ځای پیدا کړي.

د بخارۍ په څیر ګرمه هوا؛

۲۲ کلن متین چې شاوخوا یوه میاشت کیږي فرانسې ته رارسیدلی او څو ورځې کیږي چې په پاریس کې يي د پناه غوښتنه ثبت کړې وايي چې د کمپ د سختې ګرمۍ له امله ناروغ شوی او نه شي کولای د ورځې لخوا د ګرمۍ او تیز لمر له امله په خپله خیمه کې پاتي شي.

د پاریس په ختیځ کې لسګونه افغانان تیر خیمو لاندې ژوند کوي. انځور: کډوال نیوز. ۱۷ جون ۲۰۲۲
د پاریس په ختیځ کې لسګونه افغانان تیر خیمو لاندې ژوند کوي. انځور: کډوال نیوز. ۱۷ جون ۲۰۲۲

 دغه افغان ځوان چې د ونۍ سیورې ته ولاړ و، له کډوال نیوز سره په خبرو کې وویل: «زمونږ خیمې له پلاستیک څخه جوړ شوي او د ننه هوا په کې داسې ګرمه ده لکه چې بخارۍ مو لګولې وي، له همدې امله له خپلو خیمو وځو او ځان ته یو سیوری لټوو.»

د اوبو له څو نلونو او یو څو تشنابونو پرته په دغه کمپ کې هیڅ ډول اسانتیاوې په پام کې نه دي نیول شوي.

متین چې ګرمی وهلې او بدن يي هم خوږیږي وايي چې هیڅ څوک يي پوښتنه نه کوي. هغه وايي چې له ګرمۍ څخه د تیښتې لپاره سهار وختي له خیمې وځي او د حمام د پیداکولو لپاره په میترو کې څو کیلو متره لار وهي تر څو د لمبلو لپاره یو ځای پیدا کړي.

 «موږګکان مو خوب ته نه پریږدي»

د پاریس د ختیخ په دغه کمپ کې ګرمي یوازینۍ ستونزه نه ده چې د دغو افغانانو ژوند يي له ستونزو سره مخامخ کړی بلکه د موتړو غږ او په خیمو کې موږګکان د ځینو خوب نارامه کړی.

ویس چې له ننګرهار ولایت څخه فرانسې ته راغلی او له ۱۵ ورځو راهیسې په دغه کمپ کې اوسیږي وايي چې همدا اوس د ګرمۍ له امله بدن کې یې خولې را روانې دي. هغه اندیښمن دی چې ټول اوړۍ به يي تر خیمې لاندې په سخته ګرمۍ کې تیره شي.

ویس وايي: «ګرمي دومره ډیره ده چې سړی وژني. د کښیناستلو لپاره مناسب ځای نه لرو. د شپې لخوا موږګکان په خیمه کې زمونږ پر سینو ګرځي او خوب ته مو نه پریږدي.»

۲۵ کلن محب الله د دغه کمپ بل اوسیدونکی دی چې د طالبانو له راتګ وروسته له کندهار څخه په قاچاقي لارو پاریس ته رارسیدلی. هغه هیله مند دی چې په راتلونکي کې به دولت ورته د سرپناه زمینه برابره کړي. محب الله له چارواکو غواړي چې ورته د سرپناه زمینه برابره کړي.

یوازې افغانان نه دي چې د پاریس په دغه وچه ځمکه کې يي خیمې تړلي. له مراکش، اریتریا او یو شمیر نورو افریقايي هیوادونو خلک هم دغلته تر خیمو لاندې سخته ګرمۍ کې شپې سبا کوي تر څو پولیس راشي او دوې د سرپناه لپاره نورو ځایونو ته واستوي.

د کډوالۍ ملاتړ بنسټونه له دغه حالت څخه سخت اندیښن دي او د فرانسې له دولت څخه غواړي چې دغو بې سرپناه کډوالو ته دې د سرپناه زمینه برابره کړي.

 

نورې ليکنې