د کډوالو کښتۍ اژه سمندر کې. د ارشیف انځور: رویټرز
د کډوالو کښتۍ اژه سمندر کې. د ارشیف انځور: رویټرز

د یونان د میکونوس ټاپو په ساحلي اوبو کې پرون یکشنبه تر ۱۰۰ ډېر مهاجر ژغورل شوي، خو څلور تنه نور بیا لادرکه دي. ژغورل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د یونان ساحلي ځواکونه وایي چې پرون یکشنبه سهار د جون میاشتې ۱۹مه یې د اژې سمندر د میکونوس ټاپو په ساحلي اوبو کې تر ۱۰۰ ډېر مهاجر ژغورلي دي، خو څلور تنه نور بیا لادرکه دي. 

دوی زیاتوي چې د ژغورل شویو په ډله کې ۲۴ ښځې او ۲۱ ماشومان هم شته. چارواکو درې کډوال د میکونوس روغتیایي مرکز ته انتقال کړي‌ دي.

له هغه وروسته چې ساحلي ځواکونو ته د کډوالو د یوې بېړۍ په هکله خبر ورکړل شو، دوی یې د ژغورلو لپاره څلور کښتۍ سمندر ته واستولې. دا بېړۍ له ترکیې څخه د یونان پر لور روانه وه.

د ساحلي ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې یوه کښتۍ یې د مهاجرو بېړۍ ته نږدې شوه، خو ځکه یې ونه شوای کولی چې پکې سپاره کډوال وژغوري چې د هغوی بېړۍ ته اوبه دننه شوې وې.

یاد مهاجر لومړی یوه کوچني ټاپو او ورپسې میکونوس ته انتقال شول. 

په لادرکه شویو مهاجرو پسې لټون روان دی.

بیا ولولئ: له ترکیې څخه یونان ته د ۶۰۰ کډوالو مخه سمندر کې نیول شوې

په تېرو څو وختونو کې زیات شمېر کډوالو له ترکیې څخه د اژې سمندر له لارې یونان ته د اوښتو هڅې کړې دي.

یوناني پوله ساتونکو د می میاشتې په ۸مه د ګڼو ماشومانو په ګډون ۱۰۶ کډوال اژه سمندر کې ژغورلي ول. د ژغورل شویو مهاجرو کښتۍ د ډوبېدو له خطر سره مخ وه.

دغه راز د مارچ پر ۱۳مه نږدې سل کسان چې په یوه کښتۍ کې سپاره ول پاروس ټاپو ته نږدې وژغورل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونه وایي چې ډېری وختونه یوناني پوله ساتونکي له خپلو اوبو څخه د کډوالو کښتۍ د ترکیې پر لور شړي.

د اروپایي رسنیو د یوې څېړنې له مخې یوناني پوله ساتونکو تېر سپټمبر درې کډوال وهلي ټکولي او اوبو ته یې اچولي وو. د یادو کډوالو له ډلې دوه تنه یې سمندر کې ډوب شوي وو.

 

نورې ليکنې