د ترکي چارواکو او د کډوالۍ نړېوالې ادارې په حواله ترکیې په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۱۸ زره ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې څخه شړلي دي. یاد افغانان په چارتر الوتکو کې له ترکیې څخه کابل ته ستنول شوي دي.
په داسې حال کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې ده او له بشري حقونو په جدي سرغړونو تورن دي، ترکیه هره ورځ زیات شمېر افغان کډوال له خپلې خاورې څخه شړي او افغانستان ته یې ستنوي.
تېر اګست افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره له بهرنیو هېوادونو څخه کابل ته الوتنې درول شوې وې، خو له پاکستان وروسته دویم هیواد ترکیه وه چې تېره جنوري یې کابل هوایي ډګر ته الوتنې بېرته پیل شوې وې.
د کډوالۍ نړېوال سازمان او ترکي چارواکو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۱۸ زره زیات افغانان په ۷۹ چارتر الوتکو کې کابل ته استول شوي دي.
بیا ولولئ: ترکیه: نږدې ۱۷۰۰ سند نه لرونکي کډوال په استانبول کې نیول شوي دي
د کډوالې نړېوالې ادارې شمېرې ښيي چې د طالبانو له واکمنېدو په څلورو لومړیو میاشتو کې نږدې ۸۴۰ زره افغانان له اسنادو پرته نورو هېوادونو ته تللي دي. د دغو افغانانو په ډله کې ډېری یې د طالب ډلې له ګواښونو سره مخ دي. ځینې نور بیا له وزګارۍ او بې کارۍ څخه کړېږي او یا هم نه غواړي چې داسې یوه ټولنه کې ژوند وکړي چې مدني ازادي او بشري حقونه پکې تر پښو لاندې شوي دي.
بیا ولولئ: ملګري ملتونه: طالبانو تر ۱۰۰ زیات پخواني چارواکي او امنیتي کسان وژلي دي
ډېری افغانان د ایران له لارې ترکیې ته ځان رسوي، خو د دغه هیواد له لارې قاچاقي سفر له ګواښونو ډک دی او افغان کډوال به د نیول کېدو په صورت کې افغانستان ته د اخراج له ګواښ سره مخ دي. ایران په خپله تېر کال ۷۶۰ زره افغانان شړلي دي.
بیا ولولئ: د افغانستان او ایران کړکېچ: د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ۶۰ سلنه ډېره شوې
د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د یو راپور له مخې ترکیه دمګړۍ د ۳ اعشاریه ۸ میلیونو هغو کډوالو کوربه ده چې ډېری یې د سوریې، عراق او افغانستان اتباع دي.
اووه دېرش کلن فغان کډوال هېواد* چې د طالبانو له راتګ یوه اونۍ مخکې ترکیې ته تللی دی وایي: «زه له ویزې سره ترکیې ته راغلی وم، خو تصمیم مې درلود چې بېرته افغانستان ته ولاړ شم. کله چې طالبان واک ته راغلل، نو زه همدلته پاتې شوم. خو د اقامې غوښتنه مې و نه کړه. فکر مې کاوه چې که د ویزې موده به مې پوره شي، نو یو ځل بیا به یې تمدیدوم.»
بیا ولولئ: ترکیې پر کډوالو نوي بندیزونه لګولي دي
دغه کډوال وایي چې د خپلې ویزې د مودې له ختمېدو مخکې چارواکو ته مراجعه وکړه، خو دوی ورته وویل چې د ویزې د تمدیدولو لپاره ترکیې ته د رسېدو په لومړۍ میاشت کې د اقامې غوښتنه ضروري ده.
هېواد زیاتوي اوس چې د ویزې موده یې ختمه شوې له وېرې له کوره هم نه شي وتلی. په وینا یې که پولیس به یې ونیسي افغانستان ته به استول کېږي.
د ترکي پولیسو له خوا نیول شول ناقانونه کډوال لومړی د اخراج مرکزونو استول کېږي چې مهاجر یې «زندان» بولي. دوی ورپسې د ترکیې له خاورې څخه شړل کېږي.
بیا ولولئ: له ترکیې څخه ۷۰ سلنه د کډوالو د ایستلو ډېرېدل: افغانان پکې تر ټولو ډېر دي
څو میاشتې مخکې یو بل افغان کډوال چې په ناقانونه طریقه ترکیې ته رسېدلی و له کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي وو چې د سند د نه لرلو له وېرې په یوه شرکت کې اوسېږي. نوموړی چې پخواني نظام کې یې د افسر په توګه په زابل کې دنده ترسره کړې وه ویلي وو چې کله چې زابل سقوط وکړ هغه د ګواښونو له امله کابل او بیا د نیمروز له لارې ایران او ترکیې ته ځان ورساوه.
ده ویلي وو: «نږدې څلور میاشتې کېږي چې د ترکیې په انقره ښار کې یم. دلته په یوه لرې پرته سیمه کې په یو شرکت کې کار کوم… ترکیه کې کډوال اړ دي چې کېملیک یا د کډوالۍ سند ولري. زه کېملیک نه لرم ځکه له شرکت څخه نه وځم.»
- مستعار نوم