یو شمیر افغان کډوال د پاکستان په پیښور کې د یو ان اچ سي آر د بیرته ستنیدنې دفتر سره انتظار باسي.
یو شمیر افغان کډوال د پاکستان په پیښور کې د یو ان اچ سي آر د بیرته ستنیدنې دفتر سره انتظار باسي.

د بشري حقونو د څار سازمان ( امنیستی انترنیشنل) او یو شمیر نور بشري بنسټونو د یوې اعلاميي په خپرولو سره د پاکستان او ایران په ګډون له یو شمیر هیوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالۍ پاي ته ورسوي او په افغانستان کې د وضعیت تر ښه کیدو پورې دې په عاجل ډول د افغان کډوال اجباري ایستل و دروي.

د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون یو شمیر بنسټونو د جون په ۲۰ مه، د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکیه او مالیزیا کې ګڼ شمیر افغان کډوال له خپلو حقونو څخه برخمن نه دي او دوې له تاوتریخوالي، بد چلند او اجباري اخراج سره مخامخ دي.

د بشری حقونو د څار سازمان په دغو هیوادونو کې د افغانانو د وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې ډیری دغه خلک د کار، سرپناه، زده کړې، مذهبي آزادي، محکمې ته لاسرسۍ، د تګ را تګ آزادي، د سفر اسنادو او نورو بشري حقونو په برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

یاد سازمان ویلي چې په دغو هیوادونو کې یو شمیر افغانان په خپل سر زندان ته اچول شوي، مجازات شوي او په زوره ایستل شوي دي.

په یاده اعلامیه کې له دولتونو غوښتل شوي چې د ټولو هغو افغانانو لپاره چې د طالبانو لخوا ژوند يي له ګواښ سره مخامخ دی، له افغانستان څخه د خوندي سفر لپاره اړین ګامونه پورته کړي او خپلې پولې د دوې پر مخ پرانیزي. همدارنګه په اعلامیه کې راغلي چې له افغانستان څخه د دغو افغانانو د ایستلو له پروسې ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې له دولتونو غوښتل شوي:«تر هغه چې په افغانستان کې و ضعیت ښه شوی نه وي،په سمدستي ډول د افغان کډوالو او د هغو کسانو چې د پناه غوښتنې يي در شوي، اجباري ایستل ودروي او په دې اړه د ملګرونو ملتونو د کډوالو ادارې غوښتنې ته پام وکړئ.»

نور ولولئ: ترکیې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۸ زره افغانان شړلي دي

یادو بنسټونو پر نړیوالو غږ کړی چې د نړیوالو قوانیونو او کنوانسیونونو پر بنسټ دې د افغانانو د پناه غوښتنې او د ژوند حق ته درناوی وکړي او ټولو پناه غوښتونکو ته دې د پناه غوښتني یو شفاف سیستم ته د لاسرسۍ زمینه برابره کړي تر څو دوې وشي کولای چې د پناه غوښتنې او بیا میشتیدنې حق ته لاسرسۍ و مومي.

له ترکیې او ایران څخه د افغانانو اجباري ایستل

د افغان کډوالو په اړه دغه اندیښنې په داسې مهال رامنځ ته کیږي چې په دې وروستیو کې ایران، ترکیه او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼ راپورونه خپاره شوي او په دې ورستیو کې ګڼ شمیر افغانان له ایران او ترکیې څخه په زوره ایستل کیږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د یو راپور پر بنسټ ۱۸ افغانان له ترکیې څخه په چارتر الوتکو کې افغانستان ته اخراج شوي دي. سربیره پر دې له ایران څخه هم د افغان کډوالو اجباري ایستل دوام لري. په تازه ګۍ سره د کډوالو او راستنیدونکو چار وزارت خبر ورکړی چې د شنبې په ورځ ۳۳۰ تنه افغانان له ایران څخه په زوره ایستل شوي دي.

د ملګرونو ملتونو د کډوالۍ ادارې د شمیرو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته شاوخوا ۲۵۰ زره افغانان پاکستان ته پناه وړې چې ګڼ شمیر يي غواړي د پاکستان له لارې لودیځو هیوادونو ته پناه یوسي.

 

نورې ليکنې