یوه ډله افغانان چې له پاکستان څخه افغانستان ته روان دي. انځور: پکچر الیانس
یوه ډله افغانان چې له پاکستان څخه افغانستان ته روان دي. انځور: پکچر الیانس

د پاکستان حکومت وايي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تیرو ۱۰ میاشتو کې شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ افغانان دغه هیواد ته کډوال شوي خو بل لورې ته بیا طالبان ادعا کوي چې په همدغه موده کې سلګونه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي.

د پاکستان د سرحدونو او ایالتونو وزیر طلحه محمود چې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت يي د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبرې کولې وویل چې دامهال شاوخوا ۱،۳ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال په پاکستان کې میشت دي او سربیره پر دې ۲۵۰۰۰۰ نور د تیر کال د اګست میاشتې راهیسې پاکستان ته کډوال شوي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته ډیری دغه افغانان د دې لپاره پاکستان ته ورغلي ترڅو له هغه ځایه نورو لویدیځو هیوادونو ته پناه یوسي.

دغه افغانان چې په پاکستان کې له تیرو څو میاشتو راهیسې لویدځو هیوادونو ته د تګ انتظار باسي په دې وروستیو کې په پلازمینه اسلام اباد کې لاریون کړی و او له لودیځو هیوادونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې يي غوښتي و چې د دوې ایستلو ته دې لاره برابره کړي.

بل پلو د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي يي دي:« د نورو پناه غوښتونکو په ګډون ۴ میلیونه افغانان مرستې ته اړتیا لري او افغانستان کې د بشري مرستو کچه را ټیټه شوې.»

له افغانستان څخه د کډوالۍ د څپو خبر په داسې مهال رامنځ ته کیږي طالبانو افغانستان ته د ۷۰۰ افغانانو د بیرته ستنیدو خبر ورکړی.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت معین ارسلاح خروټي چې د دوشنبې په ورځ د جون په ۲۰ مه يي په کابل کې د کډوالو نړیوالې ورځې ته وینا کوله وویل چې د اګست میاشتې راهیسې شاوخوا ۷۰۰ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي.

په دغه غونډه کې چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني هم ګډون درلود وویل چې ۷ میلیونه افغانان له هیواده بهر د کډوالۍ شپې سبا کوي. نوموړي وویل چې د نړیوالو سازمانونو سره په داسې پروګرامونو کار کوي چې له راستنیدونکو او بې ځایه شویو کډوالو ته روزنیر او روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر لیونارد زولو وویل چې افغانان باید له نورو هیوادونو څخه په زوره و نه ایستل شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه اعلامیه کې د دوشنبې په ورځ وویل چې په ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکیه او مالیزیا کې ګڼ شمیر افغان کډوال له خپلو حقونو څخه برخمن نه دي او دوې له تاوتریخوالي، بد چلند او اجباري اخراج سره مخامخ دي.

 

نورې ليکنې