په شتراسبورګ کي د بشري حقونو لپاره د اروپايي مجکمې ودانۍ
په شتراسبورګ کي د بشري حقونو لپاره د اروپايي مجکمې ودانۍ

په شتراسبورګ کي د اروپا د بشري حقونو محکمې ترکيه پړنه وبلله چي په ناقانونه توګه يې د سوريې مهاجر خپل هيواد سوريې ته اخراج کړی ؤ.

يادي محکمې په خپله فيصله کي د ترکيې له خوا د يو سوريايي مهاجر اخراج غير قانوني بللی دی. دغه سوريايي کس په سوريه کي د جګړې له کبله مهاجر سوی ؤ.

په شتراسبورګ کي د يادي محکمې قاضي د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جون ۲۱نېټه) خپله فيصله اعلان کړه. پر ترکيې باندي په ۱۹۹۷ کال زېږدونکي سوريايي حقوقي دعوی کړېوه. دغه مهاجر په ۲۰۱۸ کال کوښښ وکړ چي د ترکيې له لاري و اروپايي اتحاديې ته ورسي. خو ترکيې دغه کس د يونان سره پر سرحد ونيولی. د ترکيې امنيتي چارواکو دغه کس په سمدلاسه توګه و سوريې ته اخراج کړ.

ويل سوي چي دغه سوريايي د اخراج پر وخت د يو بل اخراج کېدونکي کس سره تقريبا شل ساعته په زولنو تړل سوی ؤ. د بشري حقونو لپاره اروپايي محکمې په آند دغه اقدام سره ترکي قوانين او د بشري حقونو لپاره د اروپايي کنوانسيون نقض سوی دی. خو ترکيې په دغه قضيه کي له رضاکارانه بېرته ستنېدنې څخه خبره کړېوه.

د کاتوليکي آژانس د خبر له مخي پر ترکيې باندي حقوقي دعوه کوونکی دغه کس اوس په آلمان کي ژوند کوي ځکه چي په دويم ځل له سوريې څخه په هجرت کولو کي بريالی سوی ؤ. د هغه مور او پلار تر مخه لا په آلمان کي ول او دلته يې د پناه غوښتنه کړېوه.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې