پانتن مهاجر کمپ کې د تخلیې عملیات. دغه کمپ کې نږدې ۲۰۰ مهاجر اوسېدل. انځور: یوتوپیا ۵۶
پانتن مهاجر کمپ کې د تخلیې عملیات. دغه کمپ کې نږدې ۲۰۰ مهاجر اوسېدل. انځور: یوتوپیا ۵۶

فرانسوي ځواکونو نن چهارشنبه د پاریس په پانتن سیمه کې د یوه مهاجر کمپ د تخلیې عملیات پیل کړل. دغو عملیاتو کې ۳۸۰ کسانو ته سرپناه ورکړل شوه، خو لسګونه نور بیا بې سرپناه پاتې شول.

د ایل دو فرانس قومندانۍ نن چهارشنبه سهار د دغه ښار په پانتن سیمه کې د یو مهاجر کمپ د تخلیې عملیات پیل کړل. د دې کمپ د اوسېدونکو ډېری برخه افغانانو جوړوله چې په ډله کې یې کورنۍ هم وې.

یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۳۶۰ کسانو ته سرپناه برابره شوې ده. ټاکل شوې ده چې د هغوی د اداري وضعیت تر ارزونې وروسته ورسره په ټولنیزو، روغتیایي او اداري برخو کې مرسته وشي او مناسبو ځایونو ته انتقال شي.

د خبرپاڼې له مخې په ۲۰۲۲ کې ۲۰۵۴ کسان د سرپناه برابرولو عملیاتو په چوکات کې سرپناه موندلې ده.

په ورته مهال د یوتوپیا ۵۶ سازمان غړی نیکولای کډوال نیوز سره خبرو کې وایي چې دلته ټولټال ۲۰۰ کسانو ژوند کاوه، خو د تخلیې عملیاتو په جریان کې زیات شمېر مهاجر د سرپناه د موندلو لپاره له نورو ځایونو څخه کمپ ته راغلي‌ وو چې په ډله کې یې سوډانیان او اریتریایان هم ول.

نیکولای زیاتوي: «دا عملیات یوازې د مجردو مهاجرو لپاره وو، پولیسو کورنیو ته اجازه ور نه کړه چې سرویسونو کې سپرې شي.»

د کډوالو وسایل پانتن کمپ کې. انځور: یوتوپیا ۵۶
د کډوالو وسایل پانتن کمپ کې. انځور: یوتوپیا ۵۶

د معلوماتو نشتوالی 

نیکولای وایي چې د کمپ اوسېدونکو ته مخکې له مخکې د تخلیې عملیاتو په هکله معلومات نه وو ورکړل شوي. همداراز دوی نه پوهېدل چې کومې سیمې ته به استول کېږي.

نوموړی دا هم وایي چې ځینې کسان مرکزونو ته له رسېدو سره سم بېرته ترې ایستل شوي دي. په وینا یې: «ما ولیدل چې دوه افغانان بېرته کمپ ته راغلي وو.»

نیکولای د دولت پر اوسني سیاست نیوکه کوي‌ او وایي چې فرانسه د مهاجرو د هرکلي لپاره باید د نورو هېوادونو لکه آلمان په څېر اقدامات وکړي. د نوموړي په خبره:‌ «په آلمان کې مهاجر د خپلو دوسیو تر ثبت وروسته په مرکزونو کې پاتې کېږي. خو دلته دوی اړ دي‌ چې سړکونو کې شپې سبا وکړي ترڅو دولت سرپناه ورکړي او بیا یې ترې وباسي.»

هغه زیاتوي چې له سر نن شپې ډېری هغه مهاجر چې سرپناه ورکړل شوې دې ته مجبورېږي‌ چې بېرته سړکونو ته را وګرځي.

پولیسو نږدې پنځوس کسان له کمپه شړلي. انځور: یوتوپیا ۵۶
پولیسو نږدې پنځوس کسان له کمپه شړلي. انځور: یوتوپیا ۵۶

«د کډوالو منصرف کولو سیاست»

نیکولای وايي چې ځینو کسانو نه غوښتل چې سرویسونو کې سپاره شي، دوی غوښتل چې کمپ کې پاتې شي. خو پولیسو د «مشهود جرم» په پلمه له کمپ څخه وشړل. 

په وینا یې: «مشهود جرم دې ته وایي چې پولیس د لومړیو ۴۸ ساعتونو په جریان کې مهاجر له کمپ څخه وباسي، خو یاد مهاجر له زیات وخت راهیسې دغه کمپ کې اوسېدل.»

د یوتوپیا ۵۶ دغه غړی په دې اند دی چې د فرانسې حکومت د مهاجرتي سیاست موخه دغه هېواد ته د کډوالو د راتلو منصرل کول دي، نو ځکه په دې هکله جدي تدابیر نه نیسي.

 

نورې ليکنې