د آلمان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فرېزر غواړي د کورنيو الحاق آسانه کړي
د آلمان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فرېزر غواړي د کورنيو الحاق آسانه کړي

د آلمان د کورنيو چارو وزيره وايي چي غواړي په آلمان کي په کار بوختونو مسلکي بهرني کارګرو سره د هغوی د کورنيو الحاق آسانه کړي.

د کورنیو د الحاق په ترڅ کي آسانتیا به د هغو بهرني تابعيت لرونکو کسانو لپاره وي چي په آلمان کي د مسلکي کس په توګه په کار بوخت وي. هغه به وکولای سي چي د پخوا په پرتله په آساني سره د خپل ژوند شريک يا شريکه او تر ۱۶ کالونو پوري عمر لرونکي خپل اولادونه آلمان ته راوغواړي. 

خو په آلمان کي د ژوند کونکو بهرني کسانو سره د هغوی د کورنيو د الحاق په دغه ځانګړې مسوده کي د مهاجرو په تړاو د ائتلافي حکومت د ګوندونو ژمني لا نه دي عملي سوي. يادو ګوندونو د ائتلافي حکومت جوړولو مخکي په ائتلافي تړون کي پر دې توافق کړی ؤ چي هغه مهاجر چي فرعي قبولي يې ترلاسه کړې وي، هغوی ته به د خپل کورنيو سره د الحاق حق ورکول سي. د لومړۍ يا سياسي قبولۍ ترلاسه کوونکو پناه غوښتونکو په پرتله د فرعي يا دويمي درجې قبولي لرونکي پناه غوښتونکي د کورنيو د الحاق حق نه لري. دلته له کورنۍ څخه مقصد مېړه يا ماينه، کمسنه ماشومان او يا هم د قبول سوو کمسنه ماشومانو لپاره د هغوی مور او پلار دي. د دويمي درجې قبولي په زياته په ۲۰۱۵ کال آلمان ته راغلو سوريايي پناه غوښتونکو ترلاسه کړېده. 

په مسوده کي د ائتلافي حکومت جوړولو لپاره د سوسيال دموکرات، زرغون او ليبرال ګوند د ائتلافي تړون هغه ماده هم عملي سوېده، چي په ترڅ کي يې بايد د چانسونو پر اساس په آلمان کي د پاته کېدو امکان برابرول دي. هغه بهرنيان چي د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټي څخه مخکي يې پنځه کاله په آلمان کي تېر کړي وي او صرف ورته د دولدونګ په نوم سند ورکول کيږي، هغوی ته به د يو کال لپاره اقامه ورکوله سي. هغوی به وخت ولري چي د يو کال په جريان کي هغه شرايط پوره کړي چي په آلمان کي د پاته کېدو د اقامې د ترلاسه کولو لپاره شرط دي. ائتلافي حکومت دا هم په پام کي لري چي په آلمان کي د دايمي پاته کېدنې لپاره شرايط آسان کړي.

اټکل کيږي چي د چانس اقامې په نوم له دغه پروګرام څخه ښايي په آلمان کي ۲۴۲ زره هغه بهرنيان مستفيد سي چي د دولدونګ په نوم سند لري. دولدونګ هغو کسانو ته ورکول کيږي چي په آلمان کي د پاته کېدو حق نلري، د اخراج په انتظار وي خو د اخراج په عملي کولو کي يې کوم خنډ موجود وي. له ياد شمير څخه ۱۰۴ زره يې داسي کسان دي چي خپلو اصلي هيوادونو ته بايد اخراج سي خو د بيلو دلايلو پر اساس يې په اخراج کي خنډونه موجود دي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې