موریا کمپ کې تر اورلګېدنې وروسته یوناني چارواکو د لنډمهال لپاره دا کمپ جوړ کړ. انځور: مهدي شبیل
موریا کمپ کې تر اورلګېدنې وروسته یوناني چارواکو د لنډمهال لپاره دا کمپ جوړ کړ. انځور: مهدي شبیل

د یونان د لېسبوس ټاپو په کاراتپه کمپ کې یو نیم کال مخکې یوې افغانې ښځې، چې حامله هم وه، د ځانوژنې لپاره خپلې خیمې ته اور واچاوه. ټاکل شوې وه چې نوموړې نن محاکمه شي، خو بیا یې محاکمه وځنډېده.

دغې افغانې ښځې چې نوم یې نه دی معلوم، د ۲۰۲۱ د فبرورۍ پر ۲۲مه د ځانوژنې په موخه خپلې خیمې ته اور اچولی و. نوموړې درې نور ماشومان هم درلودل، خو د رسنیو په وینا نه یې غوښتل چې خپل نوی ماشوم په یاد کمپ کې وزېږوي. 

هغې ته ویل شوي وو چې نوم یې د هغو کسانو په لېست کې دی چې جرمني ته به لېږدول کېږي، خو د لېږد پروسه یې په وار وار وځنډېده.

نوموړې هغه مهال خپلې خیمې ته اور واچاوه چې مېړه او زوی یې په کمپ‌ کې نه وو. هغې خپل دوه ماشومان له خیمې څخه وایستل او بیا یې له یوه لایټر سره پر خیمې اور بل کړ.

ټاکل شوې وه چې یاده ښځه نن چهارشنبه د عامه ملکیت د ورانولو او د نورو ژوند په خطر کې اچولو په تور محاکمه شي، خو محاکمه یې د شاهدانو د نشتوالي‌ له امله وځنډېده.

«د مرستې د غوښتلو لپاره نارې»

د پېښې وروسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي وو چې نوموړې دا کار «د ناهېلۍ له امله» کړی دی. په وینا یې دا «د مرستې د غوښتلو لپاره نارې» وې.

که څه هم اور د کمپ اوسېدونکو ډېر ژر وواژه، خو یاده ښځه د ټپونو له امله روغتون ته یووړل شوه. هغه څو میاشتې وروسته د خپل ماشوم تر زېږولو وروسته بالاخره جرمني ته انتقال شوه. 

سربېره پر دې چې د نن ورځې محاکمه د شاهدانو د نشتوالي له امله ځنډول شوې ده، خو داسې ګومان کېږي چې که نوموړې په رسمي‌ ډول تورنه وبلل شي، نو ښایي په لس کاله بند محکومه شي.

د یادولو ده چې یاده ښځه خپل یو بل ماشوم هم په مهاجر کمپ کې زېږولی و. کاراتپه یا مورورني مهاجر کمپ هغه پنډغالی دی چې موریا کې تر اورلګېدنې وروسته د لنډمهالې مودې لپاره جوړ شوی و. خو یاد کمپ کې د ژوند شرایط ډېر سخت وو او کډوالو ګرمو اوبو او برېشنا ته کامل لاسرسی نه درلود.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په یو راپور کې ویلي وو چې کاراتپه کمپ کې کډوال له روحي ناروغیو سره مخ دي.

 

نورې ليکنې