په لبنان کي سوريايي مهاجر
په لبنان کي سوريايي مهاجر

د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چي په ۲۰۲۳ يعني راتلونکي عيسوي کال به دوه مليونه مهاجر له خپل هيواد څخه دباندي چيري مېشت کول وغواړي.

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ (UNHCR) په وينا په ۲۰۲۳ کال به د مخکني کال په پرتله د هغو مهاجرو شمير ۳۶سلنه زيات وي چي بايد له خپل هيواد څخه دباندي په بل هيواد کي ميشت کړل سي. دغې پروسې ته بيا مېشتونه ويل کيږي چي مقصد يې د مهاجرو له منونکي يو هيواد څخه بل داسي هيواد ته د هغوی انتقال دی، کوم چي په دومداره توګه هغوی ته ځای ورکوي.

په داسي حال کي چي په نړۍ کي د مهاجرو شمير دمګړی تر ۱۰۰ ملينو څخه زيات دی، د بيا مېشتونې په پروګرام کي د راتلونکو مهاجرو شمير صرف دوه مليونه دی. په دې توګه نو د ټولو مهاجرو صرف يو کوچنی کسر د بيا مېشتېدني څخه برخمن کيږي. په نړۍ کي په ياد شمير مهاجر د جنګونو، تاوتریخوالي، بشري حقونو د نقض او بحرانونو له کبله اړ سوي دي چي خپل کور او کلی پرېږدي او مهاجر سي.

د (UNHCR) په وينا د بيا مېشتونې تر ټولو زياته اړتيا په افريقا کي سته، چيري چي به راتلونکی عيسوي کال ۶۶۲ زره مهاجر ځکه نوي مېشتځايونو ته اړتيا ولري ځکه چي چيري چي اوس دي، په هغو هيوادونو کي اړين محافظت نه لري. په دويم مقام د شمال افريقايي هيوادونو په شمول په نژدې ختيځ کي ۴۶۳ زره مهاجر او په دريم مقام په ترکيه کي ۴۱۷ زره مهاجر د بيا مېشتېدنې په انتظار دي.

هغه مهاجر چي بايد بل چيري مېشت کړل سي، پکښي د سوريايي مهاجرو ډله تر ټولو لويه ده او شمير يې ۷۷۸ زرو ته رسيږي. د ملګرو ملتونو په وينا سوريايي مهاجر له تيرو ۷ کالو څخه تر ټولو لويه ډله پاته ده او له دې کبله دغه شميره پر نړۍ د سوريې د بحران د اغېزو ښه څرګندويي کوي. 

د ملګرو ملتونو په وينا ۲۷۴ زره افغان مهاجر هم دې ته اړ دي چي بل چيري مېشت کړل سي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې