اژه سمندر کې د کډوالو کښتۍ. د ارشیف انځور: رویټرز
اژه سمندر کې د کډوالو کښتۍ. د ارشیف انځور: رویټرز

یوناني چارواکي وایي چې یوې اریتریایۍ مهاجرې د دغه هیواد په یوه کوچني ټاپو کې چې اژه سمندر کې پروت دی ماشوم زېږولی دی. نوموړې یوه له هغو کډوالو ده چې د سمندر له لارې یې له ترکیې څخه یونان ته د ورتګ هڅه درلوده.

د یونان د ساحلي ځواکونو د یوه چارواکي په حواله ۲۹ اریتریایان چې په ډله کې یې ۲۴ نارینه او ۵ ښځې دي د چهارشنبې په ورځ لېسبوس ټاپو ته نږدې وموندل شول. نوموړي ویلي دي چې د یادو کډوالو ډله کې یوه مهاجره مېرمنه هم ده چې په یوه کوچني ټاپو کې یې ماشوم زېږولی دی.

 چارواکو یاد مهاجر لېسبوس ټاپو ته انتقال کړي دي. مور او ماشوم یې بیا روغتون ته وړل شوې دي.

د ساحلي ځواکونو چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې د مهاجرو دغه ډله د پولیسو ګزمې موندلې وه. په وینا یې د مور او نوي زېږېدلي ماشوم په ګډون د ټولو کډوالو روغتیایی حالت ښه دی.

یاد مهاجر د باربالیاس کوچني ټاپو کې موندل شوي چې د لېسبوس ټاپو په درې کیلومترۍ او د ترکي سواحلو په ۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

په تېرو څو وختونو کې زیات شمېر کډوالو له ترکیې څخه د اژې سمندر له لارې یونان ته د اوښتو هڅې کړې دي.

تېره یکشنبه د یونان ساحلي ځواکونو میکونوس ټاپو ته نږدې له یوې کښتۍ څخه تر ۱۰۰ ډېر مهاجر ژغورلي وو. خو کښتۍ کې د سپرو کډوالو له ډلې څلور تنه یې لادرکه وو.

همدارنګه یوناني پوله ساتونکو د می میاشتې په ۸مه د ګڼو ماشومانو په ګډون ۱۰۶ کډوال اژه سمندر کې ژغورلي ول. د ژغورل شویو مهاجرو کښتۍ د ډوبېدو له خطر سره مخ وه.

دغه راز د مارچ پر ۱۳مه نږدې سل کسان چې په یوه کښتۍ کې سپاره ول پاروس ټاپو ته نږدې وژغورل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونه وایي چې ډېری وختونه یوناني پوله ساتونکي له خپلو ساحلي اوبو څخه د کډوالو کښتۍ د ترکیې پر لور شړي.

د اروپایي رسنیو د یوې څېړنې له مخې یوناني پوله ساتونکو تېر سپټمبر درې کډوال وهلي ټکولي او اوبو ته یې اچولي وو. د یادو کډوالو له ډلې دوه تنه یې سمندر کې ډوب شوي وو.

یونان بیا دغه ادعاوې بې اساسي بولي. 

 

نورې ليکنې