د اروپايي اتحاديې ۲۷ غړي هيوادونه پسله اوږدې لانجې د پناه غوښتني په تړاو د دغې اتحاديې په پاليسي او سياست کي پر اصلاحاتو تفاهم ته سره رسېدلي دي.
د اروپايي اتحاديې هيوادونو د ناقانونه مهاجرت د مخنيوي او د دغې اتحاديې د باندنيو پولو کي سختو اصولو او په مشترکه کمپيوتري معلوماتي ځېرمه يا ډېټابېس کي د مهاجرو د ګوتو د نخښو پر ثبتولو تفاهم سره کړی دی. د اروپايي اتحاديې دايمي ۲۷ غړو هيوادونو د چهارشنبې په ورځ د يادو اصلاحاتو لپاره اړين اصول تصويب کړل.
دا د هغه څخه تقريبا دوې اونۍ وروسته چي د دغو هيوادونو د کورنيو چارو وزيرانو په دې لړ کي سياسي تفاهم ته سره رسېدلي ول. په عيني وخت کي آلمان او شلو نورو غړو هيوادونو د مديترانې سره واقع هيوادونو سره د پناه غوښتونکو په ترڅ کي د مرستي د ميکانيزم په رامنځته کولو تفاهم کړی ؤ.
د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه د پنځو کالو راهيسي په دې کي په لانجو سره اخته دي چي څنګه او څه ډول د پناه غوښتني او مهاجرت مشترک سياست خپل کړي. په دې ترڅ کي تر ټولو مهمه پوښتنه او ستونزه دا ده چي و اروپايي اتحاديې ته د رارسېدونکو پناه غوښتونکو ويش ايا او څنګه پر غړو هيوادونو تنظيم کړل سي.
پولنډ، هنګري او اتريش هغه غړي هيوادونه دي چي د پناه غوښتونکو د منلو سهميې په بشپړه توګه ردوي. خو د اروپا په سويل کي واقع ايټاليا او يونان هيوادونه بيا په کلکه د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو د مهاجرو د الزامي ويش د سهميې د رامنځته کولو غوښتونکي دي، ولي چي پر دغو هيوادونو باندي د زياتو نوو مهاجرو د رسېدنې فشار دی.
آلمان او هالنډ بيا د دې غوښتنه کوي چي د ثانوي مهاجرت پر ضد دي اقدامات وسي. ثانوي مهاجرت دې ته ويل کيږي چي پناه غوښتونکي يو هيواد ته داخل سي او هلته د پناه غوښتنه وکړي او يا هم بېله ثبتېدنې بل اروپايي هيواد ته ولاړ سي او هلته د پناه غوښتنه وکړي.
د چهارشنبې په ورځ رامنځته سوی تفاهم د مهاجرت په سياست کي د اصلاحاتو لپاره د اروپايي اتحاديې لومړی مهم ګام بلل کيږي. خو اوس بايد چي د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه د اروپايي پارلمان سره په دې تړاو يو توافق ته ورسيږي.
د پلان له مخي به د اروپا پر بانديو پولو د کنټرول په ترڅ کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو تذکره او د هويت معلومات کنټروليږي، او د هغوی امنيتي او طبي ازموينه به کيږي. د دغه کنټرول لپاره حد اکثر پنځه ورځي وخت ټاکل سوی دی. پر پوله به بيا ټاکل کيږي چي له ثبت سوو مهاجرو يا پناه غوښتونکو څخه څوک د داخلې اجازه ترلاسه کوي او دا چي ايا د پناه ترلاسه کولو چانس لري که نه.
د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول خبرداری ورکړی دی چي د کنټرول امر به ددې لامل سي چي د اروپا پر باندنيو پولو د توقيفي کمپونو موضوع الزامي سي.
د يورو ډوک په نوم د ګوتو د نخښو د ډېټابېس يا اليکترونيکي معلوماتي ځيرمي پر اصلاح کولو هم توافق کوی دی. په دې توګه به هغه کسان ژر پېژندل کيږي چي تر يو ځل څخه زيات واري د پناه غوښتنه کوي. د دې تر څنګ به په دغه ځېرمه کي له دې وروسته بينوميتريکي معلومات هم ثبتيږي.
د يونان، قبرس، ايټاليا، مالټا او هسپانيې سره د مهاجرو او پناه غوښتونکو په ترڅ کي د مرستي د ميکانيزم غړيتوب به رضاکارانه وي. يعني د اروپايي اتحاديې نور غړي هيوادونه به د يادو هيوادونو سره په مرسته مکلف نه وي، خو په رضاکارانه توګه ورسره د پيسو او يا هم ورڅخه د مهاجرو د اخيستلو له لاري مرستي کولای سي.
د آلمان د کورنيو چارو وزيري نېنسي فېزر اټکل کړی چي د آلمان په شمول به تقريبا يولس نور د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه په رضاکارانه توګه يو شمير مهاجر ومني.
آ./ا.ا.