د سي آی ۴ بېړۍ د سيسلي ټاپو ته رسېدلې ده / انځور: انسا/پيکچرالاينس
د سي آی ۴ بېړۍ د سيسلي ټاپو ته رسېدلې ده / انځور: انسا/پيکچرالاينس

د آلمان سره تړاو لرونکي ژغورونکي کښتۍ «سي آی ۴» تر ۴۷۰ څخه زيات مهاجر د سيسلي ټاپو ته رسولي دي. دغه مهاجر مخکي له اوبو ژغورل سوي ول.

د «سي آی ۴» ژغورونکي کښتۍ ته اجازه ورکړل سوې ده چي د سيسلي ټاپو په بندر کي لنګر واچوي. پر دغه کښتۍ تر ۴۷۰ څخه زيات هغه مهاجر سپاره دي، چي يادي کښتۍ په مديترانه کي له اوبو څخه ژغورلي ول. ايټالوي چارواکو دغې کښتۍ ته هدايت کړی دی چي د مېسينا په بندر کي لنګر واچوي. په دې تړاو معلومات د «سي آی» مرستندويه سازمان د چهارشنبې په ماښام د آلمان په رېګنسبورګ ښار کي ورکړل. دغه سازمان چي ياده کښتۍ ورسره مربوطه ده، زياته کړې ده چي د مهاجرو د انتقال پروسه پېل سوې ده.

له دې مخکي د يادي کښتۍ عملې په يو شمير ژغورونکو عملياتو کي ۴۹۴ مهاجر له هغو کښتيو څخه په مديترانه کي ژغورلي ول چي په اوبو کي د اضطراري حالت سره مخامخي سوي وې. له دغو څخه يو شمير مهاجر د ايټاليې د سرحد ساتونکو له خوا تر مخه لا وچي مځکي ته انتقال سوي ول ځکه چي روغتيايي وضعيت يې ښه نه ؤ. پکښي ۱۸ کسان د سوريې له جګړې څخه په تېښته کي ول. په کښتۍ کي د سپرو مهاجرو تعلق د ۲۳ بيلو هيوادونو سره بلل سوی دی چي پکښي افغانستان، ايتوپيا، ايريتريا، مالي او د سوريې هيواد هم شامل دی.

مديترانه په نړيواله توګه د مهاجرت له تر ټولو خطرناکو او وژونکو لارو څخه بلل کيږي. په دغه سمندر کي مهاجر د بشري حقونو د نقض، تاوتريخوالي او نورو ګواښونو سره مخامخ وي. د مهاجرت د نړيوال سازمان آی او ايم په وينا د روان عيسوي کال له پېل راهيسي تر اوسه تر ۸۰۰ څخه زيات مهاجر په مديترانه کي ډوب سوي او يا لادرکه سوي دي. خو دا ثبت سوی شمير دی. اټکل کيږي چي د ټولو ډوبو سوو مهاجرو شمير به تر دې ډېر زيات وي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې