و روانډا ته د مهاجرو د لېږد پر ضد احتجاجونه هم تر سره سول
و روانډا ته د مهاجرو د لېږد پر ضد احتجاجونه هم تر سره سول

بريتانيې پلان درلود چي يو شمير مهاجر د الوتکي په مرسته و روانډا هيواد ته ولېږي. خو د اروپايي محکمې يو امر د دغه پرواز د لغوه کولو لامل سوی ؤ.

د بشري حقونو لپاره د اروپايي اتحاديې محکمې يوه فيصله له بريتانيا څخه و افريقايي هيواد رواندا ته د يو مهاجر د اخراج د ځنډېدنې لامله سوه. په دې ترڅ کي رواندا ته پلان سوی بشپړ د اخراج پرواز لغوه کړل سوی ؤ. د بريتانيې حکومت د چهارشنبې په ورځ د قوانينو يوه داسي مسوده وړاندي وکړه چي د عدلي چارو د وزير دومينيک راب په وينا به په بعضو مواردو کي ممکنه کړي چي د يادي محکمې حکومونه عملي نسي. په وينا يې د دغې نوي مسودې په مرسته به د هغو مهاجرو اخراج هم آسانه سي چي محکمې مجرم بللي وي. خو راب په بشپړه توګه له يادي محکمې څخه د بريتانيا وتنه رده کړېده.

راب و سکای نيوز رسنۍ ته ويلي دي چي د نوي مقننه مسودې او پکښي راغلو قوانينو مقصد د «بريتانوي دودونو او آزادۍ تقويه کول» او په نظام کي يو اندازه د «روغ انساني تعقل» ورزياتول مقصد دي. د هغه په وينا دغه قوانين به چارواکو ته نور امکانات ورکړي چي عام خلک د خطرناکو مجريمينو څخه وساتي.

د بريتانيې حکومت د روانډا هيواد سره تفاهم کړی چي ورته به هغه مهاجر ليږي، څوک چي د کښتيو په مرسته د مانش کانال له لاري بريتانیې ته رسېدلي وي. د دغه پناه غوښتوکو دوسيې به په داسي حال کي څېړل کيږي چي هغوی مخکي روانډا ته لېږل سوي او هلته ځای پر ځای سوي وي. بريتانيا په دې ترڅ کي و افريقايي هيواد رواندا ته د يو مقدار پيسو په ورکولو توافق کړی دی. تېره اونۍ پلان سوې وه چي ۱۳۰ مهاجر چي له بيلو هيوادونو سره يې تړاو لاره، و روانډا ته ولېږل سي. خو د بشري حقونو د محکمې لخوا د يو مهاجر په هکله ويل سوي ول چي له دوسيې د بشپړه څېړل کېدني مخکي نبايد چي روانډا ته اخراج کړل سي. بريتانيې د هغه وروسته دغه پرواز په بشپړه توګه لغوه کړی ؤ خو ويلي يې ول چي دغه پرواز به وروسته ترسره کړي. 

په بريتانيه کي د بوريس جانسن حکومت غواړي چي د مانش کانال له لاري د ورته راتلونکو مهاجرو بهير ودريږي. د دې مقصد لپاره يې و روانډا ته د هغوی د لېږد طرحه جوړه کړېده. خو د بريتانيې د حکومت پر دغه پلان په هيواد کي دننه او دباندي زياتي نيوکي سوي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې