زلزله ځپلې سیمې. انځور: فرانس ۲۴
زلزله ځپلې سیمې. انځور: فرانس ۲۴

د وروستیو شمېرو له مخې د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې د سه شنبې شپې زلزلې لږترلږه ۱۰۰۰ کسان وژلي او ۱۵۰۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي. په داسې حال کې چې سیمه کې د باران او د مخابراتي شبکو ستنو نړېدو له کبله له خلکو مرستې هم له خنډ سره مخ شوې دي، ځینې فرانسه مېشتي افغانان وایي چې طالبان د دغه ناورین د مدیریت توان نه لري.

د وروستیو شمېرو له مخې تېره سه شنبه شپه د افغانستان په سوېل ختیځو سیمو پکتیا او خوست کې زلزلې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان ووژل او ۱۵۰۰ نور یې ټپیان کړل. رویټرز خبري اژانس د عیني شاهدانو او خیریه کارکوونکو له قوله ویلي چې ښایي د زلزلې له امله د مرګژوبلې شمېر نور هم زیات شي. بل پلو سیمه کې باران او د هوارو لارو نشتوالي د مرستې چارې له خنډ سره مخ کړې دي او د نړیدلو کورونو تر خاورو لاندې د بند پاتو کسانو کره شمېر هم نه دی معلوم.

خو ایا طالبان د دې وضعیت د مدیریت او له اغېزمن شویو خلکو سره د مرستې رسولو توان لري؟ فرانسه کې د مېشتو کډوالو نظرونه.

«طالبان د ورته پېښو د مدیریت توان نه لري»

افغان مهاجر ولي الله چې څو اونۍ مخکې فرانسې ته رسېدلی دی کډوال نیوز سره په خبرو کې د طالبانو د توان په هکله شک او ګومان ښيي. د نوموړي په حواله طالبانو هېڅکله هم د طبیعي پېښو د پېښېدو لپاره تیاری نه درلود. هغه وایي: «دوی د ورته پېښو د مدیریت لپاره نه تیاری لري او نه تجربې.»

ولي الله زیاتوي چې د ملګرو ملتونو پرته طالبان له نړیوالو سازمانونو او نورو هېوادونو سره هم ښې اړیکې نه لري چې په داسې مواردو کې ورسره مرسته وکړي.

د دغه ځوان کډوال په خبره که څه هم نړیوالې ټولنې او ځینو هېوادونو ویلي دي چې له زلزله ځپلو خلکو سره به مرسته وکړي، خو دا یوه پیچلۍ مسله ده.

نوموړي وایي: «په دې کې شک نشته چې دا یو بشري ناورین دی، خو زه فکر کوم چې آن د قربانیانو د شمېر په هکله شک شته. نړیواله ټولنه پوهېږي چې افغانستان کې هېڅ وخت سرشمېرنه نه ده شوې او طالبان هم د سرشمېرنې د ترسره کولو توان نه لري.»

هغه زیاتوي چې ځینې ګومان کوي چې طالبان ځکه دغه شمېره لوړه ښيي ترڅو له نړیوالې ټولنې څخه مرستې ټولې کړي.

د تخصص نشتوالی

کاوه یو بل افغان کډوال دی چې له تېرې اګست میاشتې راهیسې په فرانسه کې اوسېږي. هغه چې په افغانستان کې یې ژوند د ده د عقایدو له امله له ګواښ سره مخ و د طالبانو مدیریت «صفر» بولي.

هغه کډوال نیوز سره خبرو کې وایي: «زه فکر کوم چې طالبان په هېڅ ډول نه شي کولی چې له اغېزمن شویو کسانو سره مرسته وکړي. طبیعي پېښې د نړۍ په هر ځای کې رامنځ ته کېدلی شي. خو نور هېوادونه د یادو پېښو د مدیریت او اغېزمن شویو کسانو ته د مرستې رسولو لپاره متخصصان لري. طالبان یوه ترهګره ډله ده او تېرو ۲۰ کلونو کې یې یوازې جګړه کړې او خلک یې وژلي دي.»

نوموړی زیاتوي چې بېړنیو پېښو ته د رسېدنې ادارې مدیر یو نامتخصص سړی دی چې یوازې په دیني مسایلو پوهېږي: «تاسې خپله وګورئ. د ملا تخصص دا دی چې خلکو ته لمونځ ورکړي. کار یې دا نه دی چې د طبیعي پېښو مدیریت وکړي او د لا زیاتو زیانونو مخه ونیسي. خو اوس افغانستان کې ملایانو د متخصصانو ځای نیولی دی.»

«حکومتداري له جګړې سره توپیر لري»

یما هغه افغان کډوال دی چې له تېرو څو کلونو راهیسې په فرانسه کې ژوند کوي. دغه مهاجر چې قبولي یې ترلاسه کړې ده وایي چې په هېڅ ډول پر طالبانو باور نه شي کولی. هغه ټینګار کوي چې طالبان له دغې پېښې څخه هم ناوړه ګټه اخیستلی شي. په وینا یې: «زه باوري یم چې که مالي مرستې طالبانو ته ورکړل شي، نو دوی به حتما دغه مرستې خپل جیب کې اچوي. نظر مې دا دی چې یادې مرستې باید د سازمانونو له خوا خلکو ته ورکړل شي.»

هغه د طالب ډلې شل کلنې جګړې ته په اشارې سره وایي چې یاده ډله په حکومتدارۍ نه پوهېږي ځکه جګړه او د ولسي وګړو وژل له حکومتدارۍ سره توپیر لري.

نوموړی زیاتوي چې د بې وزلو خلکو مړینې سخت دردولی دی، خو په نظر یې د طالبانو د مدني او سیاسي تجربې نشتوالی ښيي چې که سبا به د افغانستان په نورو سیمو کې ورته پېښې رامنځ ته شي، دوی به یې لا هم د مدیریت توان نه لري.

 

نورې ليکنې