د ارشیف انځور: پېکچر الاینز
د ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د ځایي رسنیو په حواله د تېرې جمعې په ورځ ۱۳۶ بې سنده افغان کډوال له ترکیې څخه افغانستان ته شړل شوي دي. ټاکل شوې وه چې تر ۱۳۰ تنه ډېر نور افغانان د شنبې په ورځ له دغه هیواد څخه وشړل شي.

د افغانستان د ځایي رسنیو په حواله د تېرې جمعې په ورځ ۱۳۶ افغان کډوال په یوه چارتر الوتکه کې له ترکیې څخه افغانستان ته شړل شوي دي. زیاته شوې ده چې د جون میاشتې پر ۲۴مه د ترکیې د کوجالي ښار د کډوالو د اخراج مرکز ته ۲۷۲ ته ناقانونه افغان مهاجر انتقال شوي وو چې له دغې ډلې ۱۳۶ تنه یې سمدلاسه افغانستان ته واستول شول.

د ترکي چارواکو په حواله ټاکل شوې وه چې ۱۳۶ تنه نور به د شنبې په ورځ افغانستان ته واستول شي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولیا وایي چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۳۷ زره ډېر کډوال له ترکیې څخه شړل شوي دي چې د تېر کال همدې مودې پرتله ۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي. د شړل شویو په ډله کې زیات شمېر افغانان هم دي. لږ مخکې د کډوالۍ نړېوال سازمان او ترکي چارواکو ویلي وو چې په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۱۸ زره زیات افغان کډوال په ۷۹ چارتر الوتکو کې کابل ته استول شوي دي.

بیا ولولئ: له ترکیې څخه ۷۰ سلنه د کډوالو د ایستلو ډېرېدل: افغانان پکې تر ټولو ډېر دي

تېر اګست افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره له بهرنیو هېوادونو څخه کابل ته الوتنې درول شوې وې، خو له پاکستان وروسته دویم هیواد ترکیه وه چې تېره جنوري یې کابل هوایي ډګر ته الوتنې بېرته پیل شوې وې.

ترکي چارواکي د ناقانونه کډوالو په نیولو سره دوی د بېرته ستنېدو مرکزونو ته استوي. دا مهال تر ۱۸ زره ډېر کډوال یادو مرکزونو کې ساتل کېږي چې ۱۰۷۶۳ تنه یې افغانان، ۲۷۴۰ تنه یې پاکستانیان، ۱۷۷۶ تنه یې سوریایان او ۳۵۲۲ تنه نور یې د نورو هیوادونو وګړي دي.

تر دې دمخه د ترکیې د کډوالۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې ترکي چارواکو یوازې په ۲۰۲۲ کال کې خپلې خاورې ته له ۱۵۰ زرو څخه د ډېرو کډوالو د ناقانونه ننوتلو مخه نیولې ده او په همدغه موده کې یې ترکیه کې دننه له ۷۰ زره ډېر غیرقانوني کډوال نیولي دي.

یاده خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې ایستل شوي کسان د ۹۴ هیوادونو اتباع دي خو ډېری پکې افغانان، پاکستانیان او سوریایان دي.

۸۴۰ زره افغانان له هېواده وتلي

د کډوالې نړېوالې ادارې شمېرې ښيي چې واک ته د طالبانو د رسېدو په څلورو لومړیو میاشتو کې نږدې ۸۴۰ زره افغانان له اسنادو پرته نورو هېوادونو ته تللي دي. د دغو افغانانو په ډله کې ډېری یې د طالب ډلې له ګواښونو سره مخ دي. ځینې نور بیا له وزګارۍ او بې کارۍ څخه کړېږي او یا هم نه غواړي چې داسې یوه ټولنه کې ژوند وکړي چې مدني ازادي او بشري حقونه پکې تر پښو لاندې شوي دي.

بیا ولولئ: هغه پخوانی محلي پولیس چې غوښتل یې ترکیې ته واوړي: «ترکي ځواکونو دوه ځله وشړلم»

ترکیه د هغو کډوالو لپاره چې غواړي د یو ښه ژوند د موندلو په موخه اروپا ته ځانونه ورسوي، د ترانزیټ یوه مهمه لاره بلل کیږي. د رسمي شمېرو له مخې دمګړۍ په ترکیه کې کابو ۴ میلیونه کډوال ژوند تېروي چې ډېری يې سوریایان او افغانان دي.

 

نورې ليکنې