د شمالي مقدونیې امنیتي ځواکونو د تېرې یکشنبې په ورځ د دغه هیواد د سوېلې سیمې پر لویه لاره په یوه لارۍ کې ۲۴ کډوال نیولي دي. په ورته مهال د مقدونیې دوه اتباع د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.
د شمالي مقدونیې چارواکو د تېرې یکشنبې په ورځ د دغه هېواد د سوېلي سیمې پر لویه لاره په یوه لارۍ کې ۲۴ کډوال او دوه قاچاق وړونکي نیولي دي.
پولیسو په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې ده چې دوه قاچاق وړونکي چې عمرونه یې ۵۰ او ۴۷ کلونه دي د شمالي مقدونیې اتباع دي.
د امنیتي ځواکونو په وینا داسې ګومان کېږي چې یاد مهاجر له یونان څخه صربیا او ورپسې نورو اروپایي هېوادونو ته د ورتګ په موخه شمالي مقدونیې ته ننوتلي وي.
چارواکو دوی د ګوګلیا ښار د کډوالو مرکز ته استولي دي. تمه ده چې یاد کډوال یونان ته واستول شي.
د امنیتي ځواکونو په حواله په تېرو څو اونیو کې زیات شمېر کډوال چې غوښتل یې د بالکان له لارې اروپایي هېوادونو ته ځای ورسوي شمالي مقدونیه کې نیول شوي دي.
تېرو دوو کلونو کې د شمالي مقدونيي سره د یونان پوله د کرونا ویروس له امله تړل شوې وه. خو سیمه کې لا هم قاچاقي ډلې فعالې وې او هڅه یې کوله چې له ترکیې څخه یونان ته رسېدلي مهاجر د صربستان له لارې نورو اروپایي هیوادونو ته انتقال کړي.
تېر کال د سازمان یافته جرمونو ضد نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي وو چې د بالکان له لارې د مهاجرو د قاچاقولو کلني عواید ۵۰ میلیونه یورو ته رسېږي. د راپور له مخې ډېری هغه کسان چې غواړي د بالکان له لارې اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي د افغانستان، سوریې، پاکستان او بنګله دېش اتباع دي.
یاد راپور کې راغلي وو چې په ۲۰۲۰ کې قاچاق وړونکو د لوېدیځ بالکان له لارې - د البانیا، شمالي مقدونیې او یونان پر پولو - ۱۹،۵ تر ۲۹ میلیونه یورو ترلاسه کړې وو. شمالي مقدونیه کې ګوګلیا او البانیا کې کاکاویا او کاپچتیکا سیمې د مهاجرو د قاچاق اصلي سیمو په توګه پېژندل کېږي.