فرانسوي چارواکو د تېرې جمعې په ورځ د فرانسې په شمالي سیمه لفرینکوک ساحل ته نږدې د کډوالو یوه بېړۍ ژغورلې ده چې ۵۱ کسان پکې سپاره وو. د سختو د امنیتي تدابیرو سربېره لا هم ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د یاد سمندر له لارې برېتانیا ته واوړي.
د فرانسې د ګري نې د نظارت او ژغورنې د سیمه ییزو عملیاتو مرکز د تېرې جمعې په ورځ انګلیس کانال کې د کډوالو یوه بېړۍ ژغورلې چې ۵۱ کسان پکې سپاره وو. د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وایي چې دغه بېړۍ د لفرینکوک په ساحلي اوبو کې لیدل شوې وه.
یاد مهاجر له سمندره تر ژغورل کېدو وروسته د پا دو کالې بولونی سور مېر بندر ته انتقال شوي دي. پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی. ژغورل شوي مهاجر روغتیایي کارکوونکو او سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جون تر ۱۳مه په ۷۷۷ پېښو کې ۲۰۱۳۲ کډوالو هڅه کړې چې له یاد کانال څخه برېتانیا ته واوړي. دا رقم د تېر کال د همدې پرتله ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
بیا ولولئ: برېتانیا کې د پناه غوښتنلیکونو د ارزولو موده نوره اوږده شوې
د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتونکو کډوالو د شمېر زیاتوالی بېلابېل دلایل لري چې یو یې یوروتونل کې د امنیتي تدابیرو ډېرېدل دي. تر دې دمخه د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ ویاندې ویرونیک مګنن کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي وو چې نن سبا کډوال په داسې کښتیو کې برېتانیا ته د ورتګ هڅه کوي چې د ۲۰ تر ۴۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري.
که څه هم د تېر اپریل په وروستیو ورځو کې لندن د پناه غوښتنې هغه شخړیزه مسوده تصویب کړه چې له مخې به یې دغه هېواد ته رسېدلي ناقانونه کډوال رونډا ته استول کېږي، خو ډېری کډوال د یاد قانون سربېره په کوچنیو بېړیو کې ځانونه برېتانیا ته رسوي.
د یادولو ده چې تېره اوونۍ برېتانیا حکومت اعلان کړی وو چې له دې وروسته به هغه کډوال چې په ناقانونه توګه برېتانیا ته رسېدلي دي اړ دي چې الکترونیکي لاس بندونه واغوندي. دا لاس بندونه چې په جي پي اس مجهز دي د کډوالو موقعیت ښيي. دوی مجبور دي چې په منظمه توګه د پولیسو قومندانۍ او یا د کډوالۍ مرکزونو ته مراجعه وکړي.