یوناني چارواکو پرون دوشنبه ترکیه په دې تورنه کړه چې په تېرو درېو ورځو کې یې نږدې ۱۱۳۰ کډوال د دغه هېواد ټاپوګانو ته استولي دي. چارواکو ویلي چې د ترکیې ساحلي ځواکونو یاد کډوال بېرته د ترکیې پر لور شړلي دي.
د یونان د سمندري چارو وزیر یانس پلاکیوتاکیس پرون دوشنبه وویل: «په تېرو درېو ورځو کې ترکي قاچاق وړونکو هڅه وکړه چې نږدې ۱۱۳۰ کډوال یوناني ټاپوګانو ته ورسوي.»
نوموړي ریل اف ام راډیو سره مرکه کې وویل چې یوناني پوله ساتونکو په ۲۴ بېلابېلو پېښو کې د قاچاق وړونکو بېړۍ له خپلو اوبو څخه په شا تمبولې دي. یانیس پلاکیوتاکیس خپله مرکه کې یو ځل بیا ترکیه د نړیوالو قوانینو څخه په سرغړونه تورنه کړه او و یې ویل چې دغه هېواد د بې وزلو خلکو ځان په خطر کې اچوي.
بل پلو د یونان سرحدي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې قاچاق وړونکو هڅه وکړه چې یاد کډوال یوناني اوبو او په ځانګړې توګه لېسبوس، خیوس، ساموس، کس او رودس ټاپو ګانو ته ورسوي. د خبرپاڼې له مخې ۱۶ بېړۍ چې کډوال په کې سپاره ول غوښتل چې د لېسبوس ټاپو سوېلي برخې ته واوړي، خو هېڅ یوه یې و نه توانېده چې یوناني اوبو ته داخله شي او ټول بهرنیان د ترکي ځواکونو له خوا وژغورل شول.
بیا ولولئ: یونان: تر ۱۰۰ ډېر مهاجر له سمندره ژغورل شوي، څلور تنه نور لادرکه دي
د بشري حقونو سازمانونو او رسنۍ یونان په وار وار د کډوالو پر غیرقانوني شړلو تورن کړی، خویوناني پوله ساتونکي بیا وایي چې دوی «د کډوالو د فشار د کمولو په موخه د خپلو ملي قوانینو پر اساس چلن» کوي. دوی زیاتوي چې «د نړیوالو قوانینو پر اساس او سمندر کې د خلکو ژغورلو ته د لومړیتوب په ورکولو سره د یونان او اروپایي ټولنې د سمندري سرحدونو ساتنه» کوي.
تېره می میاشت یوناني چارواکو خبر ورکړی و چې په یوه ورځ کې یې له ترکیې څخه یونان ته د ۶۰۰ مهاجرو د ننوتلو مخه نیولې ده.
د یونان د کډوالۍ چارو وزارت د یوې سرچینې په حواله د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ترکیې څخه یونان ته د اوښتونکو کډوالو په شمېر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
له تېرو څو کلونو راهیسې د کډوالۍ مسلې د یونان او ترکیې ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي.
بیا ولولئ: په ۲۰۲۰ کې د ترکیې له ځکمنۍ لارې یونان ته د ۴۰ کډوالو د ورتګ مخه نیول شوې
د یادولو ده چې ترکیې د ۲۰۲۰ په مارچ میاشت کې د خپلو اروپایي سرحدونو په پرانیستلو زرګونو کډوالو ته دا زمینه برابره کړه چې یونان ته د اوښتو هڅه وکړي. یونان بیا د اروپا د پولې ساتنې ادارې په مرسته یاد کډوال بېرته ترکیې ته وشړل.
اتن تېره میاشت د ملګرو ملتونو عمومي مشر ته د یو لیک په استولو سره له ترکیې څخه غوښتنه وکړه چې د دغه هېواد ځکمنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.