د بخښنې نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې یو ځل د لیتوانیا په توقیف ځایونو کې د کډوالو پر وضعیت نیوکې کړې دي. زرګونه هغه کډوال چې لیتوانیا ته له رسېدو سره سم توقیف ځایونو کې اچول شوي دي له تاوتریخوالي سره مخ دي او برخلیک یې لا نه دی نامعلوم.
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د راپور له خپرېدو یوه میاشت وروسته د بخنښنې نړیوالې ادارې لیتوانیا کې د کډوالو د ژوند پر سخت وضعیت نیوکه کړې ده. یادې ادارې په یوه تازه راپور کې چې پرون دوشنبه د جون ۲۷مه خپور شو وایي، د یاد هېواد په توقیف ځایونو کې کډوال له «تاوتریخوالي»، «شکنجې»، «ناقونه بندي کېدو»، «جنسي ځورونې» او «تحقیر» سره مخ دي.
د دغې ادارې پلاوي د ۲۰۲۱ د نومبر د ۲۰۲۲ تر می میاشتې پورې د لیتوانیا له مدینینکې (چې یوازې نارینه و ته ځانګړې شوې) او کیبارتې (چې ښځې او ماشومان هم پکې دي) مرکزونو څخه لیدنه او له لسګونو کډوالو سره یې مرکې کړې دي. خو لیتوانیا کې د الیتوس، پابرادې او لینکمېنس په څېر نور مرکزونه هم شته چې د «زندان» په شان دي.
دغه راپور کې راغلي دي چې زرګونه هغه مهاجر چې له بېلاروس څخه لیتوانیا ته رسېدلي دي په خورا سختو شرایطو په بند کې دي، د پناه غوښتنې عادلانه پروسې ته لاسرسی نه لري او له بشري حقونو څخه بې برخې دي. د راپور له مخې زیات شمېر کسانو یادې ادارې ته ویلي دي چې دوی د مرکزونو ساتونکو ډبولي، ښکنځلي، ځورولي او یا د نژادې کرکې پر اساس یې ګواښونه ورته کړي دي.

خوړو ته نه لاسرسی
د ۲۰۲۱ له اوړي راهیسې کډوال نیوز لیتوانیا کې د کډوالو د وضعیت په هکله راپورونه خپروي. هانري* هغه مهاجر دی چې پابرادې کې تر اعتراض وروسته کمپ کې دننه زندان کې بندي دی. کډوال نیوز بریالی شو چې له نوموړي سره وغږېږي. هغه چې تابعیت یې د امنیتي مسایلو له امله پټ ساتل کېږي وایي چې «له روحي شکنجې» سره مخ دی او ډېری وختونه خوړو ته لاسرسی نه لري.
هغه وایي: «څو میاشتې کېږي چې زه کمپ کې دننه په یو زندان کې یم. زندان ساتونکي وایي ښایي د اګست په میاشت کې له بنده خوشی شم... خو دا هم معلومه نه ده... دلته څوک د موبایل د لرلو اجازه نه لري او نه شي کولی چې له کمپه بهر له نورو سره وغږېږي. کله چې زندان ساتونکي نه راځي، مانا یې دا ده چې هغه ورځ به څوک تاسو ته خواړه نه درکوي.»
تېر مارچ کډوال نیوز یوې ویډیو ته لاسرسی موندلی و چې مدینینکې کمپ کې اخیستل شوې وه. دغه ویډیو کې شاخوا لس ښځې لیدل کېږي چې کالي نه لري او لاسونه یې ولچک او تړلي دي. د عیني شاهدانو په حواله لیتوانیا یې ځواکونو یادې ښځې د هغوی په کوټه کې نیولې او د کاليو د اغوستلو وخت یې نه و ورکړی.
«نږدې ۱۲ میاشتې کېږي چې دلته په بند کې یم»
دغه کډوال چې له میاشتو راهیسې لیتوانیا کې بند پاتې دي وایي نه پوهېږي چې ایا هلته به د هغوی دوسیې ارزول کېږي که یا دوی به له لیتوانیا څخه بېرته خپلو هېوادونو ته استول کېږي.

ګینیایی مهاجر سکو له نږدې یو کال راهیسې د پابرادې په مرکز ایسار پاتې دی. هغه کډوال نیوز ته وایي: «زه اوس هم دلته بندي یم. نږدې یو کال کېږي چې په یو کانتینر کې ژوند تېروم.» هغه وایي چې برخلیک یې بېخي نامعلوم دی. «دلته څوک تاسو ته معلومات نه درکوي. دغه وضعیت خلک لیوني کړي دي.»
د ۲۰۲۱ په جولای میاشت کې د لیتوانیا پارلمان یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې به یې دغه هیواد اجازه لري چې پناه غوښتونکي ۶ میاشتې په بند کې وساتي. د ۲۰۲۱ په ډسمبر میاشت کې بیا د پناه غوښتونکو د بند موده ۱۲ میاشتو ته لوړه شوه.
شپږ میاشتې نورې په زندان کې
کلېر* یوه بله کډواله ده چې مدینینکې کمپ کې بنده پاتې ده. هغه وایي چې د ۲۰۲۲ په مارچ میاشت کې یو لیک ترلاسه کړ چې پکې لیکل شوي وو چې شپږ میاشتې نورې هم کمپ کې ساتل کېږي. دغه کامرونۍ کډواله د ۲۰۲۱ له اوړي راهیسې لیتوانیا کې ده. هغه وایي: «دوی دې ته پاملرنه نه کوي چې شپږ میاشتې کېږي چې زه په بند کې یم... ګڼو کسانو ورته لیکونه ترلاسه کړي دي.»

کلېر او سکو وایي چې د معلوماتو نشتوالي یې حالت نور هم خراب کړی دی. کلېر وایي: «د ۲۰۲۱ په نومبر میاشت کې مې د منفي ځواب له ترلاسه کولو وروسته د استیناف غوښتنه وکړه. خو پایله یې لا نه ده معلومه... اوس اووه میاشتې کېږي خو لا مې غوښتنه بې ځوابه پاتې ده. نه پوهېږم چې دوی څه کوي. هېڅوک نشته چې له موږ سره مرسته وکړي. دوی وایي چې موږ حق لرو چې مدافع وکیل واخلو. خو ما هېڅکله هم مدافع وکیل نه درلود.»
سکو بیا وایي: «له هغه وخت راهیسې چې پابرادې ته رسېدلی یم، دلته مې کوم مدافع وکیل نه دی لیدلی. یوه ورځ [د ۲۰۲۱ نومبر میاشت کې] دوی یوې کوټې ته انتقال کړم. هلته یو سکرین و. ما د پناه غوښتنه وکړه. د کډوالۍ چارو له یو کارکوونکي سره وغږېدم. یو ژباړن هم و.» خو نوموړی لا هم د ځواب په انتظار کې دی.

قضایي مرسته یا نمایشي سیستم
د بخښنې نړیوال اداره خپل راپور کې زیاتوي چې د قضایي مرستې سیستم یو نمایشي سیستم دی ځکه چې مدافع وکیلان د کډوالۍ چارو ادارې په کار ګومارلي، حال دا چې دوی باید د یادې ادارې د پرېکړو پر وړاندې شکایت وکړي.
د یادې ادارې د اروپا څانګې مسول نیلس موژنیکس ویلي دي چې دغه سیستم «د منافعو تضاد» راپاروي. هغه مدافع وکیلان چې د کډوالو د حقونو د دفاع کولو لپاره په کار ګومارل شوي دوی نه شي کولی چې د کډوالو له حقونو څخه دفاع وکړي. په وینا یې دا حالت د پناه غوښتونکو پر لاره یو بل خنډ بلل کېږي.
د هغو کسانو شمېر چې لیتوانیا کې یې قبولي ترلاسه کړې ده ډېر کم دی. ډېری هغه مهاجر چې له کډوال نیوز سره یې مرکې کړې دي وایي چې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. په ۲۰۲۱ کې د ۳۲۷۲ پناه غوښتونلیکونو څخه یوازې ۵۴ یې منل شوي وو.
- مستعار نومونه