پاریس کې کم عمره کډوال. د ارشیف انځور: مایوا پولې، کډوال نیوز
پاریس کې کم عمره کډوال. د ارشیف انځور: مایوا پولې، کډوال نیوز

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې به د جون میاشتې له ۳۰مې نېټې وروسته د کم سنه کډوالو د اصلي عمر د معلومولو دنده فرانس تېر دزیل ادارې ته سپارل کېږي. تر دې وړاندې د سره صلیب سازمان دغه دنده پر مخ وړله.

پاریس کې به د روانې میاشتې له ۳۰ نېټې وروسته د کم سنه کډوالو د اصلي عمر د معلومولو دنده د فرانس تېر دزیل ادارې ته سپارل کېږي چې د دغه ښار په ۱۲مه ناحیه کې موقعیت لري. په تېرو شيږو کلونو کې دا دنده د سره صلیب سازمان پر مخ وړله.

د پاریس د ښاروالۍ مرستیالې او د ماشومانو د ساتنې مسولې دومینیک ورسیني کډوال نیوز سره خبرو کې وویل: «د سره صلیب سازمان د جون میاشتې تر ۳۰مې پورې د دمي ۷۵ یا د کم عمره او بې سرپرسته بهرنیانو د اصلي عمر د معلومولو دنده ترسره کوي او فرانس تېر دزیل د کډوالو د اصلي عمر د ارزول کېدو موده کې هغوی ته د سرپناه ورکولو مسولیت پر غاړه لري. خو د نوي سیستم په چوکاټ به دواړه کارونه د یوې ادارې له خوا ترسره کېږي.»

دغه نوې سیستم چې پاریس کې د بې سرپرسته او کم عمره کسانو هرکلي یا امنا نومېږي د جون په ۳۰مه پیلېږي. د دې سیستم په چوکاټ کې به په اونۍ کې د ۱۵۰ کډوالو اصلي عمر معلومېږي. یاده اداره د دوشنبې تر شنبې د سهار له ۹ د ماسپښین تر ۶ بجو پورې فعالیت کوي.

د کډوالو د روغتیایي وضعیت ارزونه

د فرانس تېر دزیل سازمان عمومي مشره دلفین رویو کډوال نیوز ته وایي چې د دغه نوي سیستم موخه اوسني وضعیت کې بدلون راوستل دي. هغه ژمنه کوي چې تنکيو ځوانانو ته د سرپناه ورکولو په برخه کې به نور اقدامات هم وکړي.

لومړی بدلون به د کم عمره کډوالو د روغتیایي وضعیت اروزنه وي. د یادې ادارې ښوونکي مسولیت لري چې هر یو کډوال ته د عمر د معلومولو پروسې په هکله معلومات ورکړي. ورپسې د کډوالو روغتیایي وضعیت ارزول کېږي او څلور ورځې وروسته به د هغوی د اصلي عمر د معلومولو پروسه پېلېږي .

دغه نوې اداره په پام کې لري چې کډوالو ته د یادې پروسې پر مهال هوټلونو کې ځای ورکړي. دلفین رویو وایي چې دغه هوټلونه یوازې کم عمره کډوالو ته ځانګړي شوي دي او د ټولنیزو کارکونکو پرته کوم بل کس پکې نشته. ټولنیز کارکوونکي به له کډوالو سره د هغوی د اداري چارو د ترسره کولو په برخه کې مرسته کوي.

همداراز په پام کې ده چې د یادې ادارې د کارکوونکي شمېر هم زیات شي. اوسمهال دومي ۵۷ یوازې ۲۷ کارکوونکي لري، خو امنا به ۳۸ کارکوونکي ولري چې په ډله کې یې ارزوونکي او روغتیاپالان هم وي. دلفین رویو وایي چې سر له پنجشنبې به په امنا کې یوه روغتیایي ډله هم خپل فعالیت پیلوي چې پکې یو روغتیاپال، یو روحي کارپوه او یا ډاکټر شامل دي.

د کډوالو چارو ته رسیدګي

دلفین رویو زیاتوي چې دوی د تنکیو ځوانانو د اصلي عمر د معلومولو لپاره خپل مېتودونه لري او ارزونکو ته یې د جیوپولیتکي مسایلو په برخه کې لارښوونه کوي. په وینا یې د فرانسې په بېلابېلو دیپارتمنتونو کې د کډوالو د عمر د معلومولو پروسه ترسره کېږي، نو ځکه دوی په دغه برخه کې کافي مهارت لري.

نوموړې زیاتوي چې دوی په پام کې لري چې د تنکیو ځوانانو چارو ته په جلا جلا توګه رسیدنه وکړي. د هغې په وینا د دغې ادارې کارکوونکي به د جسمي یا فزیکي معیارونو پر اساس پرېکړه نه کوي.

چټکې مرکې

تر دې وړاندې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د سره صلیب سازمان پر دې تورن کړی چې له کډوالو سره چټکې مرکې کوي.

همدارنګه ځینو مهاجرو کډوال نیوز ته ویلي وو چې د عمر د معلومولو مرکې په جریان کې یې داسې احساس کاوه چې ارزوونکي ورته غوږ نه نیسي. دغه راز کله چې دوی د دومي کارکوونکو ته د خپل سفر او ستونزو په هکله معلومات ورکوي، یاد کارکوونکي فکر کوي چې ورته سفرونه د کډوالو له عمر سره تناسب نه لري.

د پاریس ښاروالۍ په حواله هر کال دومي ته د ۷۵۰۰ تر ۸۰۰۰ تنکي ځوانان مراجعه کوي چې ۳۴ سلنه یې مثبت ځواب ترلاسه کوي. خو هغو کسانو ته چې منفي ځواب ورکول کېږي، دوی کولی شي چې د استیناف غوښتنه وکړي. د یوتوپیا ۵۶ سازمان وایي چې په ۲۰۲۱ کې نږدې ۶۷ سلنه کډوالو استیناف محکمه کې مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.


عملي معلومات

پاریس کې د کم عمره کډوالو د هرکلي اداره د ۲۰۲۲ د پنجشنبې په ورځ پرانیستل کېږي.

وخت: له دوشنبې تر شنبې د سهار له ۹ د ماسپښین تر ۶ بجو پورې

ادرس: 15 boulevard Carnot 75012 Paris

 

نورې ليکنې