شمالي مقدونیه. د ارشیف انځور: ګوګل ستریټ ویو
شمالي مقدونیه. د ارشیف انځور: ګوګل ستریټ ویو

د شمالي مقدونیې چارواکي وایي چې د دغه هېواد په سوېلي سیمه کې دوه مهاجر د اورګاډي په پېښه کې وژل شوي‌ دي. د چارواکو په وینا یاده پېښه د چهارشنبې په شپه رامنځته شوې ده.

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې دوه مهاجر چې د دغه هېواد په سوېلي سیمه کې یې د رېل پر پټلۍ خوب کړی و د چهارشنبې په شپه تر اورګاډي لاندې شوي دي.

پېښه د شمالي مقدونیې میراوسي کلي نه بهر د یونان پولې ته نږدې رامنځته شوې ده.

تر دې دمه پولیسو د یادو کسانو د هویت په هکله څه نه دي ويلي.

په ۲۰۱۵ کې ورته پېښې د افغانستان او سومالیا ۱۴ اتباع وژلي وو.

د یادولو ده چې ځینې مهاجر اروپایي هېوادونو ته د رسېدو په موخه د اورګاډي پر پټلیو سفر کوي چې ډېری وختونه د هغوی د مړینې لامل کېږي.

بیا ولولئ: شمالي مقدونیه: پولیسو په یوه لارۍ کې ۲۴ کډوال نیولي

د شمالي مقدونیې د امنیتي ځواکونو په حواله په تېرو څو اونیو کې زیات شمېر کډوال چې غوښتل یې د بالکان له لارې اروپایي هېوادونو ته ځای ورسوي په دغه هېواد کې نیول شوي دي.

ډېری دغه کسان اروپايي هېوادونو ته د اوښتو لپاره له یونانه شمالي مقدونیې او ورپسې د بالکان هېوادونو ته واوړي.

تېرو دوو کلونو کې د شمالي مقدونيي سره د یونان پوله د کرونا ویروس له امله تړل شوې وه. خو یاده سیمه کې لا هم قاچاقي ډلې فعالې وې او هڅه یې کوله چې له ترکیې څخه یونان ته رسېدلي مهاجر د صربستان له لارې نورو اروپایي هیوادونو ته انتقال کړي.

 

نورې ليکنې