د هنګري چارواکي وایي چې د روان کال تر دې دمه یې دغه هېواد ته د ۱۵۰ زره مهاجرو د اوښتو مخه نیولې ده. تېر کال همدې موده کې هنګري ته د ۴۳ زره مهاجرو د داخلېدو مخنیوی شوی و. هنګري په وار وار په دې تورنه شوې ده چې مهاجر په ناقانونه او تاوتریخجنه طریقه له خپلو پولو څخه په شا تمبوي.
د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان د کورنیو امنيتی چارو سلاکار ګیورګي باکوندی تېره چهارشنبه ام ۱ ټلویزون سره خبرو کې وویل چې د روان کال تر دې دمه دغه هېواد ته د ۱۰۵ زره غیرقانوني مهاجرو د ننوتلو مخه نیول شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې «کډوال هره ورځ په ډله ییزه توګه پر پوله ساتونکو برید کوي او د خنډونو په له منځه وړلو دغه هېواد ته اوښتو هڅه کوي».
د هغه په وینا ایټالیا، یونان او ترکیه یو ځل بیا د هغو مهاجرو له څپو سره مخ دي چې غواړي د اسپانیا او یا لویدېځ بالکان له لارې اروپا ته واوړي. په وینا یې ډېری دغه مهاجر د سوریې، افغانستان، پاکستان او هند اتباع دي.
هغه دا هم ویلي چې «هېڅ داسې کومه نښه نشته چې وښيي چې مهاجرو څپه د اوړي تر پایه پورې پای ته رسېږي، نو ځکه جدي اقداماتو ته اړتیا شته».
د یادولو ده چې هنګري په وار وار په دې تورنه شوې ده چې مهاجر په ناقانونه او تاوتریخجنه طریقه له خپلو پولو څخه په شا تمبوي.
له ۲۰۱۵ راهیسې د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان دغه هیواد ته د مهاجرو د مخنیوي لپاره د هنګري په سوېلي سیمه کې خنډونه جوړ کړي چې سلګونه کیلومتره اوږدوالي لري.
بیا ولولئ: د کډوالو ضد سیاستوال ویکتور اوربان د څلورم ځل لپاره د هنګري د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو
نوموړي دغه راز هغو کسانو ته د پناه غوښتنې د وړاندې کولو حق نه ورکوي چې د افریقا او منځني ختیځ څخه ورغلي دي. د دغه قانون له مخې هغه کسان چې له داسې هیوادونو څخه هنګري ته راځي چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ نه دی، هنګري کې د پناه غوښتنه نه شي کولی.
همداراز له ۲۰۱۸ راهیسې د سازمانونو له خوا له هغو مهاجرو سره مرسته چې د پناه غوښتنې شرایط یې پوره کړي نه دي، جرم ګڼل کېږي.
«له مهاجرو سره غیرانساني چلند»
د ۲۰۲۰ په پای کې د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې وویل چې د هنګري او صربیا پر پوله پناه غوښتونکي داسې ځایونو کې ساتل کېږي چې د «ترانزیټ زونونه» نومېږي. محکمې له هنګري څخه غوښتي وو چې مهاجرو ته باید له یادو زونونو د وتلو اجازه ورکړي. هنګري بیا دغه کمپونه وتړل.
همدارنګه د ۲۰۲۱ په مارچ میاشت کې د اروپا د بشري حقونو محکمې وویل چې هنګري له یوې مهاجرې کورنۍ سره غیرانساني او د کرامت خلاف چلند کړی دی.
دغه راز په ۲۰۲۰ کې د اروپایي ټولنې محکمې وویل چې د کډوالۍ کړکېچ پر مهال هنګري - لکه پولنډ او چک جمهوریت - د کډوالو د منلو په ډډه کولو سره د اروپایي ټولنې له موافقې څخه سرغړونه کړې ده.
خو د محکمو د پرېکړو سربېره داسې معلومېږي چې ویکتور اوربان، چې د څلورم ځل لپاره د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی، لا هم پر خپل دریځ ټینګار کوي.
نوموړي د کورونا ویروس پر مهال یو ځل بیا د بهرنیانو ضد سیاست سخت کړی و. ویکتور اوربان په ۲۰۲۰ کې وویل چې کورونا دوو ایراني محصلانو هنګري ته انتقال کړې ده.دغه دوه ځوانان او اته نور محصلین له روغتیایي تدابیرو د سرغړونې په تور له هنګري څخه وشړل شول.