آرشيف انځور
آرشيف انځور

د مهاجرت لپاره په آلمان کي د کارپوهانو ځانګړي شورا ويلي دي چي په ۲۰۲۱ کال په آلمان کي د مخکني کال په پرتله زياتو مهاجرو ته د آلمان تابعيت ورکول سو.

د مهاجرت لپاره د کارپوهانو شورا ويلي دي چي مخ په زياتېدونکې توګه په آلمان کي په زياته هغو سوريايي مهاجرو ته تابعيت ورکول سوی چي د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کالونو تر منځ آلمان ته راغلي ول. يادي شورا د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جون ۲۹نېټه) د آلمان د تابعيت ترلاسه کوونکو په تړاو اعداد او شمېرې په يو راپور کي وړاندي کړې.

يادي شورا ويلي دي چي په ۲۰۲۱ کال په آلمان کي ۱۹۰۰۰ سوريايي مهاجرو ته د آلمان تابعيت ورکول سوی دی. د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي د يادي شورا په اعلاميه کي راغلي چي کارپوهان اټکل کوي چي و سوريايي مهاجرو ته د تابعيت ورکولو دغه تمايل ښايي ادامه پيدا کړي. 

يادي شورا و ياد شمير سوريايانو ته د آلمان د تابعيت د ورکړي په دلايلو کي تر ټولو مهم دليل دا بللی دی، چي د سوريې سره تړاو لرونکو دغو کسانو د تابعيت ترلاسه کولو اړونده شرايط چي پکښي حد اقل په المان کي د اوسېدنې وخت هم شامل دی، پوره کړي دي. يوه بله وجه دا بلل سوې ده چي د سوريې سره تړاو لرونکي مهاجر په پرتليزه توګه د آلمان و تابعيت ترلاسه کولو ته زيات تمايل ښيي.

د راپور له مخي په ۲۰۲۱ کال په ټوليزه توګه په آلمان کي ۱۳۱۶۰۰ کسانو ته آلمانی تابعيت ورکول سوی دی چي د پخوا په پرتله په دغه شمېر کي د ۲۰ فيصدو زياتوالی راغلی دی. 

د کارپوهانو شورا پر سياستوالو او اقتصاد سره تړلو ډلو ږغ کړی دی چي د مهاجرو او بهرنيانو پوتنسيال درک کړي او ورڅخه کار واخلي. په راپور کي راغلي دي چي د کار لپاره آلمان ته د راغلو مسلکي کسانو له خوا د تابعيت د ترلاسه کولو موارد هم زيات سوي دي. 

خو يادي شورا نيوکه کړېده چي د تابعيت د ورکړي په پروسه کي د ځنډ يو لامل د چارواکو کمښت دی. دغې شورا سپارښتنه کړېده چي بايد په دغه ساحه کي کار کوونکو چارواکو شمير زيات کړل سي.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې