د بامف د دفتر د لوحې آرشيف انځور
د بامف د دفتر د لوحې آرشيف انځور

په آلمان کي د مهاجرت او پناه غوښتني فدرالي ادارې بامف ويلي دي چي په پناه غوښتونکو کي د هغو کسانو شمير راکم سوی دی چي د هويت د تثبيت اړين اسناد نه لري.

بامف ويلي دي چي په دغو شميرو کي د کمښت راتلو سربېره اوس هم په آلمان کي له پناه غوښتونکو څخه ۴۵ سلنه يې داسي بالغ کسان دي چي د خپل هويت د تثبيت لپاره اړين اسناد نه وړاندي کوي. دا هغه کسان دي چي په لومړي ځل په آلمان کي د پناه غوښتنه کوي. 

د بامف لخوا ياد معلومات د آلمان د حکومت په هغه جواب کي راغلي دي چي په پارلمان کي د مسيحي اتحاد د اپوزيسيون ګوند له خوا د پوښتني په جواب کي وړاندي سوی دی. 

ويل سوي چي په ۲۰۱۷ کال په آلمان کي د پناه غوښتونکو څخه تقريبا ۶۰ فيصده يې هغه کسان ول چي اسناد يې نه ول وړاندي کړي. په ۲۰۲۰ کال دغه فيصدي ۵۲ ياده سوې ده.

زياته سوې ده چي په پناه غوښتونکو کي په زياته د افغانستان، الجزاير، پاکستان، نايجريا، مراکش او ايران څخه راغلي هغه کسان زيات ول چي د خپل هويت د تثبيت لپاره يې اړېن اسناد د ځان سره نه لرل. په راپور کي راغلي دي چي له ۲۳۵۱۴ سوريايانو څخه صرف ۶۶۰۱ داسي کسان ول چي د پناه غوښتنې پر وخت ورسره اړين د هويت د تثبيت اسناد نه ول موجود. په دې توګه نو د نورو په پرتله د سوريې پناه غوښتونکو په اکثرو مواردو کي د پناه غوښتنې پر وخت اړين اسناد د ځان سره لرل.

که پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې پر وخت د ځان سره د سفر او نور اسناد ونلري، نو د هغوی د پناه د ردېدنې په صورت کي د هغوی اخراج د خنډونو او ستونزو سره مخامخ وي. دا چي پناه غوښتونکي ولي د ځان سره اسناد نه لري، عمل ښودلې چي زيات وجوهات لرلای سي. له دغو وجوهاتو يو وجه دا هم وي چي د مهاجرت پر وخت هغوی دغه اسناد ورک کړي وي. د دې تر څنګ په جزوي توګه انساني قاچاق وړونکي له پناه غوښتونکو څخه د هغوی پاسپورټونه هم اخلي.

د اپوزيسيون ګوند مسيحي اتحاد په دې نظر دی چي د آلمان حکومت خپله هغه ژمنه لا تر اوسه سمه نه ده پوره کړې چي غوښتل يې چي د هغو بهرنيانو د هويت د تثبيت پروسه چټکه کړي، چي هويت يې لا نه وي تثبيت سوی. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې