انځور: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ ټویټر پاڼه
انځور: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ ټویټر پاڼه

په روانه اونۍ کې لس کسان انګلیس کانال کې د کډوالو د ډوبېدو خونړۍ پېښې په تړاو چې په پایله کې یې ۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي. دغه کسان په غیر عمدي وژنې او د نورو د ژوند په خطر کې اچولو تورن دي. یاده پېښه تېر کال په نومبر میاشت کې رامنځته شوې وه.

د یوې قضایي سرچینې په حواله تېره چهارشنبه او پنجشنبه لس کسان انګلیس کانال کې د ۲۷ مهاجرو د ډوبېدو د خونړۍ پېښې په تړاو محکمې ته حاضر شوي‌ دي.

یادې سرچینې ویلي دي، ټولټال ۱۵ شکمن کسان چې په ډله کې یې دوه ښځې هم دي تېره یکشنبه او دوشنبه نیول شوي او تحقیقات ترې شوي وو.

له یادې ډلې څخه پنځه تنه یې خوشي شوي دي.

یو تن بیا د غیر عمدي وژنې، ټپي کولو، د نورو ژوند خطر کې اچولو او په سازمان یافته توګه بهرنیانو ته فرانسه کې د اوسېدو د زمینې برابرولو په تور تر قضایي تعقیب لاندې دی. ښایي نهه تنه نور هم د محکمې له خوا د هغوی دوسیو د ارزول کېدو وروسته تر قضایي تعقیب لاندې ونیول شوي.

د ۲۰۲۱ د نومبر پر ۲۴مه د پا دو کلې په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۲۷ کډوال ووژل چې عمرونه یې ۷ تر ۴۶ کلونه وو. دوی غوښتل چې په یوه بېړۍ کې برېتانیا ته ځان ورسوي. د وژل شویو په ډله کې ۱۶ عراقي کردان، یو ایرانی کرد، ۴ افغانان، ۳ اتوپیایان، یو سومالیایی، یو مصری او یو ویتنامی شامل وو.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: څلور ویشت کلنه مریم، د کډوالو ډوبې شوې کښتۍ کې وژل شوې ښځه

دغه پېښه کې یوازې یو عراقی کرد او یو سوډانی ژوندي پاتې و. عراقي کرد کردۍ رسنۍ رودا نیوز ته ویلي وو چې دوی له فرانسوي او برتانوي چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کړې وه، خو چا یې غوښتنې ته ځواب ور نه کړ.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ او د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت بیا د نوموړي ادعاوې رد کړې وې.

هغه مهال یادې پېښې اروپا کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي وو او د فرانسې او برېتانیا ترمنځ اړېکې یې ترینګلې کړې وې.

خو د پېښې سربېره کډوال لا هم د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتو هڅو ته ادامه ورکوي. د تېرې چهارشنبې په ورځ فرانسوي چارواکو سمندر کې ۸۶ تنه مهاجر ونیول.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جون تر ۱۳مه پورې ۷۷۷ مختلفو پېښو کې ۲۰۱۳۲ کډوالو په کوچنیو بېړیو کې برېتانیا ته د اوښتو هڅه کړې ده چې د تېر کال همدې مودې پرتله ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

 

نورې ليکنې