د رسنیو یوه څېړنه ښيي چې برتانوي چارواکي د پناه غوښتونکو د ساتنې په برخه کې پاتې راغلي دي. د ۲۰۲۰ د جنورۍ راهیسې ۸۲ کډوال چې نیمایي یې زیان منونکي وو دولتي سرپناوو کې مړه شوي دي.
شپږ ویشت کلن محمد کامارا د عاج ساحل او لیبیا کې تر شکنجه کېدو وروسته د ۲۰۲۰ په جون میاشت کې برېتانیا ته رسېدلی و. برېتانوي چارواکو نوموړي ته د لندن په شمال کې په یوه هوټل کې ځای ورکړی و. محمد کامارا هوټل ته له رسېدو وروسته له دردونو شکایت کاوه. ګارډین ورځپاڼې د موسی (مستعار نوم) له قوله وایي: «حالت ورځ تر بلې خرابېده.» هغه وخت موسی هم یاد هوټل کې ژوند کاوه.
د نوموړي په خبره محمد کارا به هره ورځ د هوټل له کارکووکو څخه د مرستې غوښتنه کوله. دغه هوټل د یو شرکت له خوا اداره کېده چې دولت سره راجسټر شوی دی.
د موسی په وینا د هوټل کارکوونکو محمد ته ویلي وو چې د کورونا کړکېچ له امله روغتون او ډاکټر ته نه شي تللی. موسی د ۲۰۲۰ په نومبر میاشت کې د زړه د حملې له کبله خپله کوټه کې مړ شو.
د یادې کورنۍ د مدافع وکیل په حواله د کورنیو چارو وزارت د هوټل کارکوونکو ته نه دي ویلي وو چې محمد کارا زیان منونکی دی. د ګارډین له مخې چارواکي پوهېدل چې موسی د مډرنې بردګۍ قرباني دی.
د ۲۰۲۰ د جنورې میاشتې راهیسې ۸۲ پناه غوښتونکي په هغو سرپناوو کې مړه شوي دي چې چارواکو ور برابرې کړې وې. محمد کامارا یو له دغو پناه غوښتونکو و. ګارډین د کورنیو چارو وزارت د یو سند له مخې وایي چې له دې ډلې څخه لږ تر لږه ۱۷ تنو یې ځانوژنه کړې ده. د مړو نیمایي یې زیان منونکي بلل کېدل او ځانګړې روغتیایي پاملرنې ته یې اړتیا لرله.
«د نورو خلکو په شان پناه غوښتونکي هم د مرګ له خطر سره مخامخ کېدلی شي»
دا شمېر د ګارډین د ابزرور څانګې او لیبرتي انوېستېګېتس ډلې موندلی دی.
د هغو ماهرانو په حواله چې خبریالانو ورسره غږېدلي د ځینو پېښو جزیات د «سیستماتیکو اشتباهاتو» په هکله شک راپاروالی شي.
د برېتانیا د پارلمان استازي او لېبرال دموکراتانو ویاند الیستر کارمایکل ویلي چې دغه تحقیقات ښيي چې «د پناه غوښتونکو سرپناوو، روغتیایي خدماتو او ساتنې باید په بېړنۍ توګه تر خپلواک نظارت لاندې ونیول شي».
خو چارواکو بیا دغه ادعاوې ردوي. د کورنیو چارو وزارت یو ویاند وایي چې د عادي خلکو په شان پناه غوښتونکي هم د بېلابېلو طبیعي دلایلو او یا ناروغیو له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ کېدلی شي.
هوټل کې د یو ۲۳ ایراني پناه غوښتونکي ځانوژنه
د څېړنې له مخې د روغتیایي شرایطو سربېره روحي ستونزې هم دغو دولتي سرپناوو کې د غمجنو پېښو لامل ګرځېدلی شي. شایان زال دهنوي چې ۲۳ کلن و او د ۲۰۱۹ د نومبر په میاشت کې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلی و، یو کال وروسته ځانوژنه وکړه. نوموړي ته د برېتانیا مرکزي سیمې لایسستر په داسې یو هوټل کې ځای ورکړل شوی و چې د ژوند شرایط پکې ډېر سخت وو.
د هوټل کارکوونکو لیدلي وو چې شایان زال دهنوي له روحي ستونزو سره مخ دی او کورنیو چارو وزات ته یې په دې هکله خبر ورکړی و. میګران هلپ چې له دولت سره راجسټر سازمان دی ورته ویلي وو چې ډاکټر ته مراجعه وکړي. نوموړي دا وړاندیز رد کړی و.
څېړونکي وایي چې کله چې د پناه غوښتونکو د ساتنې په هکله اندېښنې رامنځته کېږي، هغوی ته باید په یو بل ځای کې سرپناه ورکړل شي چېرې چې امکانات پکې ډېر دي. خو شایان ته ځای ور نه کړل شو او نوموړی ځانوژنه وکړه.
چټلي
برېتانیا کې د پناه غوښتونکو پر سرپناوې په وار وار تنقیدونه شوي دي.
ډېری وختونه پناه غوښتونکي په میاشتو میاشتو هغو هوټلونو کې ژوند کوي چې دولت یې مسولیت پر غاړه لري خو په لرو پرتو سیمو کې پراته دي. د اندېپندېنت ورځپاڼې له مخې دمګړۍ تر ۲۸ زره ډېر پناه غوښتونکي داسې ځایونو کې اوسېږي چې د لنډې مودې لپاره جوړ شوي دي. ځینې کسان بیا تر یو کال پورې یادو سرپناوو کې پاتې کېږي.
اندېپندېنت د ۳۵ کلن کارلوس له قوله چې له ۸ میاشتو راهیسې له خپلې ښځې او دوه ماشومانو سره په یوه کوچنۍ کوټه کې اوسېږي وایي ماشومانې یې د کوټې د خراب حالت له امله ناروغې شوې دي.
د روان کال لومړۍ میاشت کې برتانیا کې د دولتي کورونو په هکله بي بي سي یو راپور خپور کړی و چې پکې راغلي وو چې دغه هېواد کې د کډوالو استوګنځایونه له چټلیو ډک دي او د تېرو څو میاشتو په جریان کې د ځینو کورونو چتونه هم لوېدلي دي.
په ۲۰۲۱ کې برېتانیا کې ۴۸۵۴۰ پناه غوښتنلیکونه ثبت شوي وو.