د ارشیف انځور: ګیتي ایمېجز
د ارشیف انځور: ګیتي ایمېجز

پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وایي چې د پاکستان حکومت د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې کابو ۲۵۰ زره افغان کډوال دغه هېواد ته رسېدلي دي. په وینا یې ډېریو دغو کسانو د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې وروسته پاکستان ته پناه وړې ده.

پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې ویاند قیصر خان افریدي له نیوز خبري سایټ سره خبرو کې ویلي دي چې د پاکستان حکومت د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې نږدې ۲۵۰ زره افغانانو ځانونه دغه هېواد ته رسولي دي. د نوموړي په خبره ډېری دغه کسان د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې وروسته افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د جون میاشتې وروستیو ورځو کې د پاکستان د سرحدونو او ایالتونو وزیر طلحه محمود چې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت يې په اسلام اباد کې خبرې کولې ویلي وو چې ۲۵۰ زره افغانان د تیر کال د اګست میاشتې راهیسې پاکستان ته کډوال شوي.

پاکستان ته د رسېدلو افغان کډوالو شمېر
پاکستان ته د رسېدلو افغان کډوالو شمېر

ډېری دغه افغانان چې د امنیتي ګواښونو، وزګارۍ او د ژوند سختو شرایطو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي غواړي چې اسلام آباد کې د لوېدیځو اروپایي هېوادونو په سفارتونو کې د پناه غوښتنه وکړي.

دمګړۍ په پاکستان کې تر دريو میليونو ډېر افغانان ميشت دي چې له دوی څخه یې ۱۴ لکه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې سره راجسټر دي. که څه هم پاکستان اته لکه افغانانو ته د استوګنې کارتونه ورکړي دي خو لس لکه نور بیا په غير قانوني توګه د پاکستان په مختلفو سیمو کې ژوند کوي. 

ښاغلي افریدي زیاته کړې ده چې د افغان کډوالو د نوم لیکنې او د اسنادو د ورکولو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې اترې روانې دي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د پاکستان حکومت په مرسته به اوسنیو ستونزو ته د حل لاره پیدا شي.

نوموړي دا هم ویلي دي چې د یادو کډوالو له ډلې څخه یوازې ۹۰۰ تنه یې په تېرو شپږو میاشتو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د خپلې خوښې بېرته ستنېدنې پروګرام په چوکاټ کې افغانستان ته ستانه شوي دي. دا په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷ کې ۹۷۶۴۲ خو په ۲۰۱۶ کې بیا ۲۴۸۰۵۴ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي وو.

بیا ولولئ: پاکستان: په څو میاشتو کې یوازې ۲۴ افغان کورنۍ بېرته هیواد ته ستنې شوې

د نیوز خبري سایټ د پېښور پولیس ویاند محمد الیاس له قوله ویلي دي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه ښار کې د شاوخوا ۲۵۰۰ سند نه لرونکو افغانانو پر وړاندې ۲۱۷۸ دوسیې راجسټر شوې دي. د پاکستان د بهرنیانو قانون له مخې به بې اسناده کسان معمولاً بېرته خپلو هېوادونو ته ستنول کېږي.

لږ مخکې رویټرز خبري اژانس په یوه راپور ویلي وو چې نن سبا پاکستاني وګړي افغان مهاجرو ته د شک او د ممکنه اقتصادي ګواښ او په کار موندنه کې د سيال په توګه ګوري. يو شمېر پاکستانيان د کلدارې د ارزښت د کمېدو په ترڅ کې هم افغان مهاجر پړن بولي.

بیا ولولئ: افغان مهاجر په پاکستان کې له سوړ چلن سره مخ دي

د یادولو ده چې تېره جون میاشت پاکستاني چارواکو ویلي وو چې نږدې میلیون راجسټر شویو افغانانو ته ځیرک کارتونه ورکړي دي. دغو ځیرک کارتونو کې چې د راتلونکي کال تر جون میاشتې پورې اعتبار لري د ثبت شویو کډوالو بایومتریک معلومات پکې درج شوي دي. یاد کارتونه هغو کسانو ته ورکړل شوي دي چې د اسنادو د بیا تمدیدولو او د هویت د تاییدولو پروګرام یا درایو په چوکاټ کې یې د راجسټر سندونه ترلاسه کړی و.

دغه پروګرام تېر کال د اپریل تر ډسمبر میاشتې پورې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې په مرسته د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزارت او د افغان کډوالو لپاره د کمیشنرۍ له خوا په لاره اچول شوی و.

 

نورې ليکنې