د ایراني رسنیو په حواله هغه افغان مهاجر چې د ایران د بهرنیانو د سرشمېرنې پروګرام کې یې ګډون کړی دی کولی شي چې له بانکي خدماتو څخه برخمن شي. ایران څه دپاسه دوه میاشتې مخکې د بهرنیانو د سرشمېرنې پروګرام پیل کړی و.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي دي چې هغه کډوال چې د بهرنیانو د سرشمېرنې په پروګرام کې یې ګډون کړی دی له بانکي خدماتو څخه برخمن کېدلی شي.
دا موضوع نوموړي د تېرې یکشنبې په ورځ د بهرنیانو او کډوالو چارو د سمون کمېسیون کې مطرح کړه.
هغه زیاته کړه چې د بهرنیانو د ظرفیت د معلومولو لپاره باید د هغوی د سرشمېرنې پروګرام په جدي توګه پر مخ یووړل شي. د ده په وینا د بهرنیانو لپاره د دقیقو پالیسو د جوړولو لپاره دې ته اړتیا ده چې د هغوی د اوسېدو ځایونه او اقتصادي فعالیتونه وپېژندل شي.
نوموړي دا هم ویلي دي چې له هغو بهرنیانو سره به قانوني چلند کېږي چې سرشمېرنه کې یې نه دی ګډون کړی. په وینا یې د افغانستان اوسني چارواکو سره په همغږۍ باید ایران ته د اوښتونو افغان کډوالو د څپې مخه ونیول شي چې په دې هکله د دواړو خواوو ترمنځ خبرې روانې دي.
دوه میاشتې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د افغانستان د اتباعو سرشمیرنه پیل شوې او دغه هیواد هڅه کوي چې دا کار په لنډ وخت کي ترسره کړي.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران د افغان مهاجرو له نوې څپې سره مخامخ شو. فقر، بې کارۍ، له طالبانو څخه وېرې او ناامنیو زرګونه افغانان دې ته اړ کړل چې د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د روان کال د مارچ میاشتې په وروستیو ورځو کې ویلي وو چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې شاوخوا یو میلیون افغان مهاجر ایران ته راغلي او اوس یې شمېر ۵ میلیونو ته رسېږي.
ډیری افغان کډوال په ایران کي پاتیږي، خو ځیني یې له یاد هېواد څخه ځان ترکیې ته رسوي او له هغه ځایه اروپایی هیوادونو ته د ورتګ هڅه کوي. ایران ته د افغانانو د مهاجرت د زیاتېدو سره سم له دغه هېواد څخه د اخراجېدونکو کډوالو شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی. د طالب چارواکو په حواله ایران په اونۍ کې سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي.