دغو عملیاتو کې سلګونو سرتېرو ګډون درلود. انځور: رویټرز
دغو عملیاتو کې سلګونو سرتېرو ګډون درلود. انځور: رویټرز

د المان پولیس وایي چې د تېرې سه شنبې په ورځ د فرانسې او المان په ګډون در اروپا په پنځو هېوادونو کې د قاچاق وړونکو یوه ډله له منځه وړل شوې ده. د دغو ګډو عملیاتو په پایله کې ۱۸ قاچاق وړونکي په المان کې نیول شوي چې د انګلیس کانال له لارې یې برېتانیا ته د کډوالو د قاچاق زمینه برابروله، پنځه تنه نور بیا په هالنډ کې نیول شوي دي.

د اروپا د پنځو هېوادونو ګډو عملیاتو کې چې د تېرې سه شنبې په ورځ‌ ترسره شول، د قاچاق وړونکو هغه ډله له منځه یووړل شوه چې د انګلیس کانال له لارې یې برېتانیا ته د کډوالو د ورتګ زمینه برابروله. یاد عملیات المان، فرانسه، بلجیم، برېتانیا او هالنډ کې ترسره شوي دي.

د اسنابروک د فدرال پولیس او څارنوالۍ د یوې خبرپاڼې له مخې د یادو عملیاتو په پایله کې المان کې ۱۸ شکمن کسان نیول شوي دي. داسې ګومان کېږی چې دوی «په ډله ییزه توګه بهرنیانو ته د راتګ زمینه برابروله».

دغو عملیاتو کې چې د یوروپول او یوروجست له خوا ترسره شوي دي په سلهاوو سرتېرو ګډون درلود.

د شپیګل له مخې څلور تنه نور بیا هالنډ کې نیول شوي دي.

«نږدې ۱۰ زره کډوال»

که څه هم د یادو عملیاتو په هکله بشپړ جزیات نه دي ورکړل شوي، خو شپیګل د اسنابروک پولیسو له قوله ویلي چې دغه ډله چې ډېری یې عراقي کردان دي «په تېرو ۱۲ تر ۱۸ میاشتو کې په وړوکو بېړیو کې نږدې ۱۰ زره کډوال» برېتانیا ته انتقال کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې د پولیسو یوې سرچینې تېر اپریل ویلي وو چې عراقي کردانو د «کوچنیو کښتیو» له لارې برېتانیا ته د کډوالو قاچاق کې لاس لري.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت له مخې د ۲۰۲۲ په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال همدې مودې په پرتله د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

په ۲۰۲۱ کې ۵۲ زره کسانو هڅې کړې وې چې د کالې او دنکرک له سواحلو څخه برېتانیا ته واوړي چې له ډله یې ۲۸ زره کسان برېتانیا ته رسېدلي وو.

 

نورې ليکنې