استانبول ښار. انځور‌: رویټرز
استانبول ښار. انځور‌: رویټرز

له تېرو څو میاشتو راهیسې له ترکیې څخه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې ده. د ترکیې د ځایي رسنیو په حواله دغه هېواد د جون میاشتې په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو یوه ۱۳۶ کسیزه ډله افغانستان ته وشړله. په ورته مهال ترکیه کې افغان کډوال وایي چې د پولیسو له خوا د نیول کېدو او افغانستان ته د اخراج له وېرې له خپلو کورونو او د کار ځایونو څخه نه وځي.

له ترکیې څخه د اخراج شویو افغان کډوالو شمېر کې زیاتوالي ډېری مهاجر اندېښمن کړي دي. د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې دغه هېواد هره اونۍ تر سلو ډېر افغانان په چارتر الوتکو کې افغانستان ته ستنوي.

اووه دېرش کلن هنرمن رفیع شجاعي د افغانستان د هرات ولایت دی. نوموړی چې د طالبانو له واکمنېدو څلور میاشتې وروسته د ویزې په لرلو ترکیې ته رسېدلی وایي، څه دپاسه یوه میاشت کېږي چې د ویزې موده یې ختمه شوې ده خو ترکیه کې یې د ویزې د تمدیدولو هېڅ امکان نشته. 

ښاغلی شجاعي ګیتار غږوونکی دی او له شاخوا لسو کلونو راهیسې یې افغانستان کې له ګڼو هنري ډلو سره هنري فعالیتونه درلودل. هغه چې د طالبانو له رسېدو مخکې په هرات کې له خپلو ملګرو سره یو ځای د موسیقۍ کورس جوړ کړی و وایي، د طالبانو راتګ دې ته اړ کړ چې یاد مرکز وتړي او وسایل یې د شپې له خوا خوندي ځای ته انتقال کړي. نوموړی ورپسې ایران ته ولاړ او هلته یې د ترکیې ویزه ترلاسه کړه.

هغه چې اوس یې د ویزې موده ختمه شوې ده وایي د ترکي پولیسو له خوا د نیول کېدو او افغانستان ته د اخراج له وېرې یوازې د سودا اخیستلو لپاره له کوره وځي.

بیا ولولئ: ترکیه: نږدې ۱۷۰۰ سند نه لرونکي کډوال په استانبول کې نیول شوي دي

افغانستان ته د طالبانو واکمنۍ په ځانګړې توګه ښځې او هغه کسان زیانمن کړي چې په هنري فعالیتونو بوخت وو. طالب دلې واک ته له رسېدو سره سم پر موسیقۍ او هنري فعالیتونو بندیزونه ولګول او د شریعت خلاف یې وبلل. 

رفیع شجاعي وایي چې د خپلې ویزې د تمدیدولو لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي، خو هڅو یې کومه پایله نه درلوده. د نوموړي په وینا: «دلته مې د مدافع وکیل په مرسته د انساني استوګنې غوښتنه وکړه او د کډوالۍ ادارې چارواکو ته مې د خپلو هنري کارونو لېنکونه واستول. خو منفي ځواب یې راکړ.»

دغه هنرمن وایي چې اوسني حالت ناهیلی کړی دی او نه پوهېږي چې برخلیک به یې څنګه شي. په وینا یې:‌ «نږدې یو کال کېږي چې ژوند مې نه دی کړی.»

بیا ولولئ: افغان کډوال د ترکیې په وان ښار کې: «نه پوهېږم چې برخلیک به څنګه شي»

«یوازنی چانس»

د کډوالې نړېوالې ادارې شمېرې ښيي چې واک ته د طالبانو د رسېدو په څلورو لومړیو میاشتو کې نږدې ۸۴۰ زره افغانان له اسنادو پرته نورو هېوادونو ته کډه شوي دي. د دغو افغانانو له ډلې ډېری یې د طالب وسله والو له ګواښونو سره مخ دي. ځینې نور بیا له فقر او بې کارۍ سره لاس او ګرېوان دي او یا هم نه غواړي چې په داسې یوه ټولنه کې ژوند وکړي چې خلک پکې له خپلو مدني او انساني ازادیو څخه بې برخې پاتې دي.

محبوب الرحمان یو بل افغان کډوال دی چې د ترکیې په بورسه ښار کې اوسېږي. دغه اووه ویشت کلن مهاجر چې د کابل د قره باغ اصلي اوسېدونکی دی او پخواني نظام کې یې د افسر په توګه دنده ترسره کړی، د روان کال د جنورۍ میاشتې په وروستیو ورځو کې له کډوال نیوز خپله کیسه شریکه کړې وه. نوموړی چې هغه مهال د انقرې ښار په یوه شرکت کار کاوه، کډوال نیوز ته ويلي وو چې د پولیسو له وېرې له څلورو میاشتو راهیسې له شرکته نه دی وتلی. 

هغه اوس کډوال نیوز سره خبرو کې وایي: «پخواني شرکت کې مې ستونزې درلودې. کارفرما مې معاش نه ورکاوه. له مجبورۍ مې ورته وویل چې غواړم بېرته افغانستان ته لاړ شم. هغه مې بالاخره معاش راکړ او مرسته را سره یې وکړه چې بورسې ښار ته راشم. دلته مې یو کلیوال اوسېده، ورسره مې اړیکه ونیوله او همدلته پاتې شوم.»

محبوب الرحمان چې له ځان سره هېڅ ډول سند نه لري وایي اوس د رنګو په یوه فابریکه کې کار او ژوند کوي. هغه وایي چې حالت کې یې کوم بدلون نه دی راغلی او اوس هم د پولیسو له وېرې له فابریکې څخه نه وځي. د نوموړي په وینا: «نن سبا بورسه ښار کې پولیس سند نه لرونکي افغانان نیسي او افغانستان ته یې شړي. څه موده مخکې پولیسو زما پنځه ملګري ونیول، دوی په یوه بله فابریکه کې کار کاوه. زه د سودا اخیستلو لپاره هم له فابریکې څخه نه وځم. د فابریکې خاوند ته پیسې ورکوم چې سودا واخلي.»

هغه چې کورنۍ یې افغانستان کې بنده پاتې ده وایي نه یوازې د ګواښونو بلکې د وزګارۍ او کار د نشتوالي له کبله هم بېرته افغانستان ته نه شي ستنېدلی. نوموړی اوس دې ته انتظار باسي چې خپل معاش ترلاسه کړي او بلغاریا ته «ګېم» ووهي. په وینا یې:‌ «دا مې یوازنی چانس دی. هیله لرم چې سفر به مې له خنډ سره مخ نه شي.»

تر ۱۸ زره زیات اخراج شوي افغانان

څه موده مخکې د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولیا ویلي وو چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۳۷ زره ډېر کډوال له ترکیې څخه شړل شوي دي چې د تېر کال همدې مودې پرتله ۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي. د کډوالۍ نړېوال سازمان او ترکي چارواکو شمېرو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۱۸ زره زیات افغان کډوال په ۷۹ چارتر الوتکو کې کابل ته استول شوي دي.

تېر اګست افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره له بهرنیو هېوادونو څخه کابل ته الوتنې درول شوې وې، خو له پاکستان وروسته دویم هیواد ترکیه وه چې تېره جنوري یې کابل هوایي ډګر ته الوتنې بېرته پیل شوې وې.

ترکي چارواکي د ناقانونه کډوالو په نیولو سره دوی د بېرته ستنېدو مرکزونو ته استوي. تېره می میاشت تر ۱۸ زره ډېر کډوال یادو مرکزونو کې ساتل کېدل چې ۱۰۷۶۳ تنه یې افغانان، ۲۷۴۰ تنه یې پاکستانیان، ۱۷۷۶ تنه یې سوریایان او ۳۵۲۲ تنه نور یې د نورو هیوادونو وګړي وو.

بیا ولولئ: هغه پخوانی محلي پولیس چې غوښتل یې ترکیې ته واوړي: «ترکي ځواکونو دوه ځله وشړلم»

ترکیه دغه راز پر خپلو سرحدونو امنیتي تدابیر زیات کړي دي او نه پرېږدي چې ناقانونه کډوال یې خاورې ته داخل شي. څه موده مخکې د ترکیې د کډوالۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې ترکي چارواکو یوازې په ۲۰۲۲ کال کې خپلې خاورې ته له ۱۵۰ زرو څخه د ډېرو کډوالو د ناقانونه ننوتلو مخه نیولې ده او په همدغه موده کې یې ترکیه کې دننه له ۷۰ زره ډېر غیرقانوني کډوال نیولي دي.

یاده خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې ایستل شوي کسان د ۹۴ هیوادونو اتباع دي خو ډېری پکې افغانان، پاکستانیان او سوریایان دي.

 

نورې ليکنې