جرمني کې پناه غوښتونکي. انځور: پېکچر الاینز
جرمني کې پناه غوښتونکي. انځور: پېکچر الاینز

د آلمان لومړي وزیر اولاف شولتز د خپل هیواد د مهاجرت قوانینو بیا کتنه او په کې د بدلون راوستلو لړۍ پیل کړې ده. هدف دا دی چې لا ډېر مهاجر په آلمان کې د پاتې کېدو امکان ولري. هغوی تر دې مخکې د اخراج له ګواښ سره مخامخ ول.

د آلمان حکومت غواړي د مهاجرت په قوانینو کې سرګردانو تر ۱۳۰ زرو ډېرو مهاجرو ته د دې چانس ورکړي چې په دې هیواد کې د دایم له پاره پاتې شي. دا د آلمان د مهاجرت د قوانینو د کره کتنې او په کې د بدلون راوستلو لړۍ یوه برخه ده.

د صدراعظم اولاف شولتز حکومت د چهارشنبې په ورځ د ریفورمونو پر یوې بستې باندې توافق وکړ چې له مخې یې هغو کسانو ته په آلمان کې د دایمې پاتې کیدو امکان برابرېږي چې په آلمان کې له پنځو کلونو څخه د ډېرې مودې له پاره د «دولدونګ» یا ځغم له حقوقي موقعیت سره ژوند کوي.

د آلمان د سوسیال دیموکرات له ګوند د کورنیو چارو وزیرې ننسي فېزر پر خپلې تویتر پاڼې لیکلي دي: «موږ د مهاجرت یو متنوع هیواد یو. اوس غواړو چې د ادغام په یوه لا ښه هیواد بدل شو.»

هغې د آلمان مخکیني حکومت سیاستونو ته په اشارې سره وویل: «زه غواړم د دې پر ځای چې د تېرو ۱۶ کلونو په څیر یې زړه نا زړه مدیریت وکړم، په فعاله توګه مهاجرت او ادغام ته شکل ورکړم.»

د دولدونګ سند په نورمالو حالتونو کې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د پناه غوښتنه یې په آلمان کې رد شوې وي، خو د بېلابېلو لاملونو له کبله ونه شي کولای خپل هیواد ته ستانه شي. په دغو لاملونو کې د دولدونک لرونکو کسانو په هیوادونو کې جګړه، د هغوی د توقیف ګواښ، د ښځو امیدواري او یا جدي ناروغۍ شاملې دي. د دې سند ترلاسه کولو نور لاملونو د پناه د غوښتنلیک د ردېدو پر مهال په آلمان کې د مسلکي زده کړو تر سره کول او یا هم تحصلاتو کول دي. خو دا سند په دې معنی دی چې دغه کسان تل د اخراج له ګواښ سره مخامخ وي.

بیا ولولئ: آلمان: مهاجرو ته د تابعیت د ورکړې شمېرې جګې شوې دي

د کومو کسانو په حالت کې بدلون راځي؟

د دولدونګ سند یوازې د لنډې مودې له پاره اعتبار لري ځکه نو کېدای شي چې یوه کس ته څو وارې دغه سند ورکړل شي. له دې سره نو ډېر وخت داسې هم وي چې د دولدوګ سند لرونکي د کار د اجازې ترلاسه کولو یو لیدلوری نه لري.

د نوي پلان له مخې چې وړاندیز یې د کورنیو چارو وزیرې ننسي فیزر کړی دی، هغه کسان چې د پنځو کلونو له پاره یې د دولدونګ سند لرلی وي، د یوې کلنې اقامې شرایط پوره کولی شي. په دې موده کې باید هغوی د ادغام له پاره خپله اراده ثابته کړي. په عمل کې دا په دې معنی ده چې هغوی باید په دې موده کې آلماني ژبه زده او د ځان له پاره داسې یو کار وموندي چې د دې د ژوند اړتیاوې پرې پوره شي.

خو دغه کسان چې یوه کلنه اقامه ترلاسه کوي باید ځینې شرایط هم پوره کړي: هر هغه څوک په یوه جدي جرم ګرم بلل شوي وي، په ناسم هویت یې د پناه غوښتنه کړې وي او یا یې څو وارې د پناه غوښتنه کړې وي، هغه نه شي کولی په دې نوي پلان کې شامل شي. خو هغه جرمونه چې جزا یې ټیټه جرمانه وه او یا هم په اړه یې د تنکیو ځوانانو په محکمه کې پرېکړه شوې وه، په دې موضوع کې له پامه غورځول کېږي.

د پناه غوښتونکو له پلوي سازمان څخه کارل کوپ، له ډېرو داسې کسانو سره لیدلي دي چې په آلمان کې په دولدونګ سند ژوند کوي. هغه وايي: «تصور وکړئ چې تاسو دولدونګ لرئ، یوه کورنۍ لرئ، ماشومان مو په ښوونځي کې دي چې ډېر ښه په آلماني ژبه پوهېږي او دلته لوی شوي دي. په داسې یوه وضعیت کې تاسو یوازې داسې یوه څه غواړئ چې روښانه شوي وي چې تاسو دې هیواد پورې اړه لرئ. ستاسو تر ټولو لویه غوښتنه د دغه نامعلوم وضعیت پای ته رسېدل وي.»

هغه زیاته کړه چې دغه شان ډېر کسان په دې دوامداره ویره کې ژوند کوي چې پولیس به راشي او اخراج به یې کړي. کوپ وویل: «دا هغوی خوري او د ډیرې زورونې لامل کیږي.»

د آلمان د حکومت د ادغام کمیشنرې ریم العبلي رادوفان، پر خپلې ټویتر پاڼې لیکلي دي چې نوی قانون به په آلمان کې د شاوخوا ۱۳۵ زرو کسانو له پاره د ښه ژوند پر لور پل وي. هغې زیاته کړې: «موږ آلمان د مهاجرت په یوه عصري هیواد بدلوو. لومړی مهم ګام: د اقامې له حق سره به ټول هغه کسان چې له پنځو کلونو د ډېرې مودې له پاره یې دلته په دولدونګ ژوند کړي، بالاخره یو مناسب لیدلوری رامنځ ته شي. موږ همدا راز ټولو له پاره د ادغام کورسونو ته د لاسرسي امکان رامنځ ته کوو.»

د اپوزیسیون ګوندونو بیا د انتقاد غږ پورته کړی دی. د آلمان د مسیحي دیموکرات اتحاد څخه الکساندر تروم ویلي دي چې د حکومت دغه پلان به آلمان ته غیر قانوني مهاجرت وهڅوي. هغه دا هم ویلي دي چې نوی پلان د مهاجرت قانون هم له پامه غورځوي.

بیا ولولئ: آلمان غواړي د بهرني مسلکي کارګرو د کورنیو الحاق آسان کړي

د ادغام پر لور کوچني ګامونه

د پناه غوښتونکو ملاتړ سازمانونو بیا د دغه پلان هرکلی کړی دی، خو د عملي کیدو په برخه کې یې ډېر خوشبینه نه دي. د پرو ازیول غړي ګوپ وویل: «موږ د دې نیت چې تر ۱۰۰ زرو ډېرو کسانو ته عادي د اوسېدو وضعیت ورکړل شي هر کلی کوو، خو موږ یو څو ستونزې په ګوته کوو چې فکر کوو باید یې په برخه کې قانون لا وضاحت ولري.»

د بېلګې په توګه ګوپ وایي یو کال کافي موده نه ده چې له خلکو وغوښتل شي د اقامت له پاره شرایط پوره کړي. هغه وايي چې په دې برخه کې باید انعطاف موجود وي.

د آلمان د حکومت د ادغام کمیشنرې ریم العبلي رادوفان بیا ویلي دي چې نوې بسته یوازې یو لومړی مهم قدم دی. هغې ویلي دي چې د کال تر پایه پورې به نور تدابیر هم ونیول شي چې له کبله به یې د کار بازار ته د پناه غوښتونکو لاسرسي اسانه شي.

منبع: د آلمان غږ دویچه وېله پښتو څانګه

 

نورې ليکنې