اژه سمندر کې ژغورنې واسکټ. انځور: پېکچر الاینز
اژه سمندر کې ژغورنې واسکټ. انځور: پېکچر الاینز

د اروپا د بشري حقونو محکمې نن پنجشنبه یونان د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښې په تور محکوم کړ. یاده کښتۍ کې نږدې ۳۰ کسان سپاره ول چې ۱۱ تنو یې د کښتۍ د ډوبېډو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و. دا پېښه په ۲۰۱۴ کې اژه سمندر کې رامنځته شوې وه.

د اروپا د بشري حقونو محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې یوناني چارواکو د کښتۍ ډوبېدو پېښې د رامنځته کېدو د دلایلو په هکله «اغیزمنې او ژورې پلټنې» نه دي کړې. اعلامیه کې راغلي دي چې د پلټنو «پروسیجر کې ډېرې نیمګرتیاوې» هم وې.

د محکمې په حواله یوناني چارواکو د اروپا د بشري حقونو کنوانسیون د دویمې مادې څخه هم سرغړونه کړې ده چې له مخې یې شکایت کوونکي او خپلوان یې د ساتنې له حق څخه برخمن کېږي.

 یاده پېښه د ۲۰۱۴ د جولای میاشتې په ۲۰مه رامنځته شوې وه. هغه وخت یوه کب نیوونکې کښتۍ چې ۲۷ کډوال پکې سپاره ول د یونان فارماکونیسي ټاپو ته نږدې اژه سمندر کې نسکوره شوې وه.

پېښه کې ۱۱ کډوالو ژوند له لاسه ورکړی و چې په ډله کې یې محکمې ته د شکایت کوونکو خپلوان هم وو.

محکمې د شکایت کوونکو له قوله ویلي دي چې د یونان ساحلي ځواکونو د کډوالو کښتۍ د شا تمبونې په موخه په ډېر سرعت سره بېړۍ چلوولې چې له امله یې د کډوالو کښتۍ نسکوره شوې وه. یوناني چارواکو بیا ادعا کوله چې د ساحلي ځواکونو بېړۍ غوښتل چې د کډوالو د ژغورلو لپاره یې کښتۍ فارماکونیسي ټاپو ته انتقال کړي، خو یاده کښتۍ د کډوالو د ډارېدو او د هغوی د وارخطایۍ له امله نسکوره شوې وه.

د یادولو ده چې دغه پېښه کې ژوندي پاتو ۱۶ کسانو چې په ډله کې یې ۱۳ افغانان، دوه سوریایان او یو فلسطینی وو، د اروپا د بشري حقونو محکمې ته شکایت ثبت کړی و. محکمې خپله اعلامیه کې ویلي دي چې د ژغورنې عملیاتو د ځینو جزیاتو په هکله ځکه نظر نه شي ورکولی چې د پېښې په اړه «ژورې او اغیزمنې پلټنې» نه دي شوې.

۳۳۰ یورو جریمه

محکمې زیاته کړې ده چې یوناني پوله ساتونکو «د اضافي مرستو غوښتنه» نه وه کړې او لوړپورو چارواکو ته هم خبر ورکړل شوی نه و ترڅو د ژغورنې عملیاتو د ترسره کولو لپاره مناسبه بېړۍ واستوي. په وینا یې دا د ژغورنې عملیاتو د څرنګوالي په هکله «جدي شکونه» راپارولی شي.

محکمې دا هم ویلي چې یوناني ځواکونو د یاد کنوانسیون له ۱۳مې مادې څخه هم سرغړونه کړې ده چې «د غیرانساني او د انساني کرامت خلاف چلن د ممنوعیت» په هکله ده. د محکمې په وینا ۱۲ شکایت کوونکي یونان ته له رسېدو سره سم له دلیل پرته جسمي تلاشي شوي دي. 

د محکمې د پرېکړې له مخې یونان اړ دی چې ۱۶ شکایت کوونکو ته ۳۳۰ زره یورو جریمه ورکړي.

 

نورې ليکنې